ياران
له ژوند سره تړلې خبرې

بیت المقدس، د الاقصی جومات او نور سپیڅلي اسلامي ځایونه په ۳۶۰ درجې عکاسۍ کې

 

ددې لپاره چې الاقصی جومات په 360 درجو یعنې هره خوا وګوورئ،  خپل موبایل ټیلفون وڅرخوئ چې د ویډیو زاویه بدلولی شئ.

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

که پر کمپویټر یې ګورئ نو کمپویټر موز پر دې کمره څرخولی او هره خوا چې وغواړئ کتلی شئ. 


له الجزیرې انګلیسي څخه

د لوړ کیفیت د ۳۶۰ درجو په کمره تاسو کولی شئ د مسلمانانو د درییم سپیڅلي ځای الاقصی جومات دننه او شاو خوا په ډیرو جزییاتو وګورئ. دلته په میلونونو خلک ګرځیدلې او ددې ټیکنالوژۍ په مرسته یې اوس تاسو د هغوی پلونه تعقیبولی شئ.
دا ویډیوګانې الجزیرې تلویزون تولیدل کړي دي.

دا ویډیو سفر به تاسو په بیت المقدس کې قبه الصخره ته چې له اقصی جومات وروسته د اسلامي معمارۍ مهمه نمونه ده یوسي. همدارنګه پر دې ۱۴ هکټاره مځکه د نورو تاریخي ځایونو سربیره د القبلی جومات هم لیدلی شئ.

ددې لپاره چې الاقصی جومات په 360 درجو یعنې هره خوا وګوورئ، تاسو د خپل کمپویټر موز پر دې کمره څرخولی او هره خوا چې وغواړئ کتلی شئ. که پر موبایل یې ګورئ نو بیا خپل موبایل ټیلفون وڅرخوئ او د ویډیو زاویه بدلولی شئ.


د جمعې ورځ په الاقصی جومات کې

د جمعې ورځ په الاقصی جومات شا او خوا بوخته ورځ وي. زرګونه خلک دغلته د جمعې د لمانځه د ادا کولو لپاره راځي. دلته تاسو ځینې تاریخي سپڅلي ځایونه کتلی شئ.


د جمعې په ورځ د القبلي جومات دننه
د القبلي جومات (الجامع القِبْلي ) دننه د جمعې په ورځ سلګونه عبادت کونکي راټولیږي.

په قبه الصخره ( قبة الصخرة) کې دننه د جمعې ورځ

راپور او تولید : میګن او تولی
عکاس : ویتیک ارسیزیوسکي
ډیزان : محمد حداد
خپرونکی : الجزیره
ژباړه: یاران

تبصرې
Loading...