روغه سټه

بي خوبي؛ هم د پرمختللو او هم د وروسته پاتې هیوادونو د خلکو لویه ستونزه

 

که د شپې خوب نه درځي نو په دې بايد پوه شئ، چې تاسو یوازينی څوک نه ياست،چې له بې خوبۍ کړیږئ.

له څیړنو ښکاري چې په نړۍ کې یوه لویه برخه انسانان د خوب له ګډوډۍ ځوریږي او شمیر له یوې ورځې بلې ته زیاتیږي.

د انګلستان په يو طبی پوهنتون کې شوې څیړنه وايي، د بې خوبۍ ستونزه يوازې د پرمختللو هېوادنو د خلکو ستونزه نه ده بلکې مخ پرودې او وروسته پاتې هیوادونو کې هم د انسانانو خوب تر ډيره تښتیدلی دی. افغانستان چې د نړۍ په وروسته پاتې هیوادونو کې دی که څه هم ددې څیړنې هدف نه دی، خو هغو هیوادونو نژدې دی چې دا څیړنه په کې شوې ده.

 

د بریتانیا د یو طبي پوهنتون استاد ډاکټر سويريو اسټرينجس چې ددې څېړنې د راپور ليکونکی دی، وايي” ددې څیړنې لپاره یې د اسیا او افریقا په اتوهېوادونو کې پر هغو خلکو چې د بې خوبۍ په ستونزه اخته وو ازموینې ترسره کړي. “

دا څېړنه د ګانا، تنزانيا، جنوبي افريقا، هندوستان، بنګله ديش، ويتنام، اندونيشيا او کينيا په ښاري سيمو کې ترسره شوې ده او د ډاکټر اسټرينجس په وینا په دې ټولو اتو هېوادونو کې ډېرو خلکو د بې خوبۍ ستونزه درلوده.

ډاکټر اسټرينجس وايي، په دې اړه پاخه او کره شواهد لري، چې بې خوبي د انسان طبیعي لوږه له منځه وړي او د ذهني او رواني ناروغیو سبب کیږي.

نوموړی وايي، بې خوبي یا کم خوبي د دې ترڅنګ د بدن نور فعاليتونه هم تر اغېز لاندې راولي او د وجود عادي فعالیتونه په شدیده توګه اغیزمنوي.

هغه وايي بي خوبي د انسان د بدن دفاعي قوه کمزورې کوي چې له امله يې په وجود کې د مختلفو خطرناکو ناروغيو د پيدا کېدو لپاره لار هوارولی شي.

ډاکټر اسټرينجس همدارنګه وايي چې له حده ډېر خوب هم د بدن لپاره ښه نه دی او د مختلفو ناروغيو د پيدا کېدو سبب کېدی شي.

ډاکټر وايي چې د سيګريټو څکول، غېر متوازن خوراک، نور داسې عادتونه چې روغتيا ته ښه نه وي د بې خوبۍ ستونزه زېږولی شي، نوموړی همدارنګه په لویو ښارونو کې ۲۴ ساعته ژوند او په خلکو کې د انټرنيټ غېر معمولي استعمال هم د بې خوبۍ اسباب پراخ کړي دي.

له اوږدو څېړنو وروسته داسې پايلې هم ترلاسه شوي دی چې اوږد مهاله ذهني فشار، وېره او نور روحي فشارونه هم د خوب د ګډوډۍ ستونزه زېږولی شي، او دا هم جوته شوې چې په ګڼو هیوادونو کې تر نارینه و زیات ښځې د خوب د ګډوډۍ له ستونزې سره مخ دي.

د څېړنې له مخې په بنګله دېش، سهيلي افريقا او ويتنام کې ډېر زيات خلک د بې خوبۍ په ستونزه اخته وو، چې د ډاکټر اسټرينجس په وینا په دغو مملکتونو کې د بې خوبۍ ستونزه په عامه روغتيا روغتونونو کې يوه عامه مساله ګرځېدلې ده.

خو د دې برعکس په څېړنه کې داسې هم راغلي چې په هندوستان او اندونيزیا کې د بې خوبۍ په ستونزو اخته کسانو شمېر بیا کم وو.

ډاکټر اسټرينجس خبرداری ورکوي چې په ګڼو پرمختللو، مخ پر ودې او وروسته پاتې هېوادونو کې د بې خوبۍ د ستونزې پراختیا په خلکو کې ګڼو نورو ناروغیو ته بستر رامنځ ته کړی او روغتونونه یې بوخت کړي. نوموړی وايي، باوري دی که د بې خوبۍ چاره وشي، د ګڼو نورو ناروغیو مخه نیول کیدای او د ګڼو روغتونونو بسترونه خالي کیدای شي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */