سپورټ مخکښان

بوم بوم شاهد افریدي، د ریکارډونو نړیوال کرکټر؛ په اړه یې په زړه پورې معلومات

لیکنه: مدثر دعوت

ليکنه: مدثر دعوت

د شاهد افرېدې پر وړتيا هيڅ څوک شک نلرې.

شاهد افرېدی يوازینی هغه کرکيټر دی، چې کله د لومړني توپ سره مخ کېږې، په دومره غوره انداز يې لوبوي، چې هر نندارچې دې ته هڅوې ترڅو د لوبې د هرې شېبې څخه يې خوند واخلي او پرې مين شې.

په نړۍ کې ډېر تکړه او د غوره انداز لرونکې کرکيټران شته، د لوبې ليدل يې هم مزه کوې او ډېر زيات مينوال لري.

خو شاهدخان افرېدی بېل ډول دی، ښه کرکيټ، غوره توپوهنه، بهترينه توپ اچوونه او جذابه څېره يې هغه لاملونه چې د نړۍ په هرکونج کې دومره مينوال لرې، چې بل کوم لوبغاړی يې فکر لانشي کولی.

افرېدی په خپل ۲۰ کلن مسلک کې ډېر ريکارډونه لرې، ځينې يې افغان لوبغاړو مات کړي او ځيني يې بيا نه ماتېدونکې دي.

هند او پاکستان د سياست سره سره په ورزش کې هم اړېکې نه سره ساتې، بې له دې چي نړيوال جام وې، دوی د يو بل سره لوبې هم نه کوي، خو شاهد افرېدی په هند کې هم دومره مینوال لرې چې بل کوم بهرنی لوبغاړی يې ځای نشې نيولی.

افرېدی له هره اړخه د صفت وړ دی، کله چې توپوهنه کوې هر توپوهونکی تر فريشر لاندې وې او که توپ اچونه کوې نو بيا د لوبې مهم اصل تشکېلوي.

ما په دې لېکنه کې ددې جذاب او پښتون کرکټر د ريکارډونو، منډو، وکيټو او پر نورو مواردو مالومات راټول کړېدې، هيله ده خوښ مو شي:

۱ـ يوازینی کرکټر

په نړيوال کرکټ کې شاهد افرېدی تر جک کاليس وروسته یوازینی هغه کرکټر دی چې ۱۰۰۰۰ منډې لري او ۵۰۰ ویکټې يې اخيستې دي.

افرېدي د نړيوال کرکېټ د لوبو په ټولو اړخونو کې ۱۱۱۸۵منډې لرې، او ۵۴۰ لوبغاړي يې سوځولي دي.

۲ـ د يو ورځنيو لوبو منډې او ویکټې

شاهد افرېدی يو له هغو دوو لوبغاړو څخه دی چي په يو ورځنيو لوبو کې يې ۵۰۰۰ منډې ترسره کړيدي او ۳۰۰ ویکټې يې اخيستې دي.

ده په يو ورځنيو لوبو کې ۸۰۶۴ منډې ترسره کړي او ۳۵۹ لوبغاړي يې سوځولي دي.

۳ـ شل اووريز کرکټ

افرېدی د دريو لوبغاړو څخه هغه لومړنی لوبغاړی دی چې په شل اووريزو لوبو کې يې ۱۰۰۰ منډې کړې او ۵۰ ویکټي يې اخيستې دي.

دې پاکستاني الرونډر په شل اووريزو لوبو کې ۱۴۰۵ منډې ترسره کړې او ۹۷ لوبغاړي يې سوځولې دي.

۴ـ په يو اوور کې ۴ شپږيزې

په ۲۰۰۶ز کال لاهور کې د پاکستان او هند په ټيسټ لوبه کې شاهد افريدي د هربجن سينګ په اوور کې ۴ شپږېزې ووهلې.

کپيل ديو، اې بې ډيويلرز او افرېدی، هغه لوبغاړي دي چې دټيسټ په يوه اوور کې يې په پرلپسې ډول ۴ شپږيزې وهلي دي.

افرېدی دويم هغه لوبغاړی دی چې د ټيسټ په يوه اوور کې يې ۲۷ منډې اخیستي دي.

۵ـ په لوبډلمشرۍ کې ريکارډ

په ۲۰۱۰ز کال کې د نيوزلينډ په وړاندې په شل اووريزه لوبه کې شاهدخان د ۱۴ منډو په ورکولو سره ۴ لوبغاړي وسوځول، تر اوسه کوم بل هيڅ لوبډلمشر په دې ندی توانېدلی چې داسې غوره توپ اچوونه وکړي.

۶ـ غوره توپ اچونه

شاهد افرېدي په ۲۰۱۳ز کال کې د ويسټ انډيز سره په يوه ورځنۍ لوبه کې د ۱۲ منډو په ورکولو سره ۷ ویکټې ترلاسه کړې، چې دا په يو ورځنيو لوبو کې په دويمه درجه غوره توپ اچوونه کې حسابيږي.

چميندا واس د ۱۹ منډو په ورکولوسره د ۸ لوبغاړو سوځول، په يو ورځنيو لوبو کې ترټولو غوره توپ اچونه ده.

۷ـ په يوه لوبه کې ۱۱ شپږيزې

کله چې بوبوم لوبغالي ته ښکته کېږي، نو هرڅوک په دې فکر کې وې چي کله به شپږيزه وهي؟

په ۱۹۹۶ز کال کې شاهد افرېدی ډېر ځوان وو، ده په خپله لومړنۍ يو ورځنۍ لوبه کې ۱۱ شپږېزې وهلي چې تر اوسه بل کوم پاکستاني لوبغاړي په يوه لوبه کې دومره شپږيزې نه دي وهلي.

همدارنګه دويم هغه لوبغاړی دی چې په يوه يو ورځنۍ لوبه کې يې تر ټولو ډېرې شپږيزې وهلي.

۸ـ تېزه نيمه سليزه

شاهد افرېدي په يو ورځنيو لوبو کې په ۱۸ توپونو تېزه نيمه سليزه ترسره کړېده.

افرېدې په ۹ لوبو کې په تر ۲۱ په لږو توپونو سره نيمه سليزې ريکارډ، تر اوسه پورې کوم بل پاکستانې لوبغاړي ندی مات کړی.

۹ـ په صفر سوځېدل

شاهد افرېدی په ۳۰ يو ورځنيو لوبو کې په صفرمنډو سوځېدلی دی، چې تر ده ډېر جاياسوريا ۳۴ ځله په صفرمنډو سوځېدلی دی.

۱۰ـ په لږو توپونو سليزې

په ۱۹۹۶ز کال کې افرېدي د سريلانکا په وړاندې په ۳۷ توپونو سليزه ۱۷ کلونه په نړيوال کرکټ کې ريکارډ پاته شو، چې تر اوسه په يو ورځنيو لوبو کې کوم بل پاکستانی لوبغاړی ددې ريکارډ په ماتولو ندی بريالی شوی.

اوس مهال اې بې ډيويلرز په ۳۱ توپونو د سليزې په ترسره کولو کې د نوملړ په سر کې ځای لري.

په ۲۰۰۵ز کال د هندوستان په وړاندې يې په ۱۵ توپونه سليزه ترسره کړه، چې دا په ټول نړيوال کرکټ کې پنځمه او دپاکستان لپاره دويمه تېزه سليزه وشمېرل سول.

او شاهد افرېدی يوازنی هغه لوبغاړی دی چي دوځلې يې تر ۵۰ په لږو توپونو سليزې ترسره کړيدې.

۱۱ـ د ډېرو ویکټو ريکارډ

افرېدی هغه کرکټر دی چې په ۹۸ شل اووريزو لوبو کې يې تر ټولو ډېرې ۹۷ وکټې ترلاسه کړې دې.

او ده په شل اووريزو لوبو کې تربل هرلوبغاړي ډيرې جايزې ګټلي دي.

۱۲ـ په يو ورځنيو لوبو کې د ډېرو شپږيزو ريکارډ

شاهد افرېدي په يو ورځنيو لوبو کې ۳۵۱ شپږيزې وهلې دي.

دی يوازینی کرکټر دی چې په يو ورځنيو لوبو کې يې خپلې شپږيزې تر ۳۰۰ اړولې دي.

تر ده وروسته جاياسوريا په يو ورځنيو لوبو کې ۲۷۰ شپږيزې وهلې دي.

۱۳ـ په نړيوال کرکټ کې تر ټولو ډېرې شپږيزې

په نړيوال کرکټ کې افرېدی په شپږيزو مشهور لوبغاړی دی، دی دویم لوبغاړی دی چې تر ټولو اوږده شپږيزه يې وهلې ده.

ده په نړيوال کرکټ کې ترټولو ډېرې ۴۷۶ شپږېزې وهلې چې اوس ويسټ انډېزی لوبغاړی کريس ګېل په ۴۵۴ شپږيزو ترسره کولو ورنږدې شوی دی.

۱۴ـ نړيوالې لوبې

د شلو کلونو په جريان کې شاهد افرېدې ۵۲۳ لوبې ترسره کړيدي، چې تر اوسه کوم پاکستانی لوبغاړی تر دې ځايه ندی رسېدلی.

ده ۳۹۸ يو ورځنۍ لوبې ترسره کړيدې چې تر دې مهاله هم د پاکستان لپاره ريکارډ دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مدثر دعوت

مدثر دعوت هلمند میشتی ژورنالیست دی. د یاران لپاره په سپورتي برخه کې لیکنې کوي. په یاران کې د ښاغلي مدثر د لیکنو د بیا خپراوی حق له یاران سره خوندي دی.