سپورټ

بهیر محبوب په مسلسلو سلیزو سره د ۱۹ کلنې لوبډلې غړی شو

لیکنه: ياران

د افغانستان کرکټ بورډ او د کرکټ نړیوالې شورا سره د ثبت احمد شاه ابدالي د فرسټ کلاس پیل شویو څلور ورځینیو سیالیو د پیل څخه د هېواد د کورني کرکټ لوبغاړي بهیر محبوب د سلیزو په جوړولو سره پیل وکړ، چې په خپلې لمړۍ لوبه کې یې غبرکه سلیزه جوړه کړه.

له هغې را وروسته بیا هم نوموړي د سلیزو لړۍ روانه وساتله، چې په خپلې دویمې لوبه کې یې په دوه پاڼیو کې دوه نورې سلیزې هم جوړې کړې، خو تر ټولو د پام وړ لوبه یې هغه وه، چې د همدغه روانو لوبو په لړ کې یې ټریپل سلیزه یا په یو وار درې سلیزې جوړې کړې او لا یې هم دوامداره ساتلې دي. د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی هستي ګل عابد د بهیر محبوب د دغه کارنامې راز د هغه د کرکټ سره بې حده مینه، زحمت او ورځینی تمرین یادوي.

نومړي وايي، بهیر محبوب یو له هغه لوبغاړو څخه دی، چې د کرکټ سره زیاته مینه لري او غواړي، چې د کرکټ په نړۍ کې ځان ته یو نوم پیدا کړی، چې اوس په دغه کار کې بریالی شوی دی.

بهیر محبوب د کورني کرکټ په دغه څلور ورځینۍ سیالۍ کې نه یواځې په کور دننه خلک حیران کړل؛ بلکې د نړیوالو مبصرینو پام یې هم د ځان په لور کړی دی، ځکه چې نوموړي په دغه لوبو ترسره کولو سره د کرکټ یو شمیر نړیوال ریکارډونه مات کړل.

په کورني کرکټ کې دغه ځلیدونکی لوبغاړی د کرکټ ۱۹ کلنې ملي لوبډلې غړی هم پاتې شوی دی، خو په دې وروستیو کې یې د دغه لوبډلې غړیتوب د لاسه ورکړی و.

د افغانستان کرکټ بورډ د غواراوي کمیټې لخوا د ۱۹ کلنو ځوانانو د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته نوموړی د ښې کارکردګۍ له کبله یو ځل بیا د دغه لوبډلې په نوملړ کې شامل شوی دی.

د نیوزیلنډ په کوربه توب د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته د غواراوي کمیتې په اعلان شوې لوبډله کې نوین الحق، رحمن الله ګربز، محمد ابراهیم، بهیر محبوب، اکرام علی خیل، درویش رسولي، نثار وحدت، طارق ستانکزی، عظمت الله، وقارالله، قیس احمد، مجیب ځدران، ظاهر خان، یوسف ځاځی او وفادار مومند شامل دي.

افغان لوبډله به د دغه جام سیالیو په (D) ګروپ کې د جنورۍ میاشتې په ۱۳ مه نیټه د پاکستان، ۱۷ مه نیټه د سریلنکا او په ۲۰ مه نیټه د ایرلینډ پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته وځي.

د کرکټ ۱۹ کلنو ځوانانو د کرکټ نړیوال جام سیالۍ د راتلونکي ۲۰۱۸ م کال د جنورۍ میاشتې په ۱۳ مه نیټه د ۱۶ لوبډلو په ګډون په نیوزیلینډ کې پیل کیږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران