سفر

نورو هیوادونو ته د افغان ځوانانو لپاره د سفر(۳) قانوني لارې

کله چې بهر د تګ خبره شي، نو ګڼ افغانانو پر غیرې قانوني او قاچاقي لارو فکر کوي او یا دا ذهن ته ورځي.

خو بهرنیو هیوادونو په ځانګړې توګه د نړۍ پرمختللو هیوادونو ته د سفر قانوني لارې هم شته. چې موږ به یې پر ځینو همدې لیکنه کې خبرې وکړو.

هر څوک په ژوند کې د پرمختګ، سفر، زده کړې او ښه ژوند د لټې حق لري. دا که خپل هیواد کې وي که له هیواده بهر و، خو د خپل د حق لپاره باید قانوني لارې ولټوئ.

بهرنیو هیوادونو ته سفر نه یوازې خپل هیواد او خلکو ته د نویو تجربو او پرمختګونو په راوړلو تمامیږي بلکې هغه افغانان چې بهر کار کوي او دننه په افغانستان کې له خپلو کورنیو سره مالي مرسته کوي د ملي اقتصاد په پیاوړتیا کې مهمه ونډه لري.

د نړۍ د ګڼو هیوادونو د وګړو لپاره په کار، زده کړې، استوګنې او یا سیاحت پسې نورو هیوادونو ته سفر هومره ستونزمن نه دی لکه څومره چې افغانانو ته دی.

له بده مرغه په افغانستان کې اوږده جګړه، تاوتریخوالي او له دې هیواد څخه ډله ایز مهاجرتونه ددې سبب شوی چې افغانانو ته د بهرنیو هېوادونو په ځانګړې توګه مهاجرت منونکیو لویدیځو هیوادونو ویزې په اسانۍ ورنه کړل شي.

خو دا په دې معنی نه ده چې د افغانانو لپاره له هیواده بهر د قانونې تګ لارې په یو مخ تړل شوي دي. بلکې همدا اوس هم زرګونه افغان ځوانان د اسیا ،اروپا، امریکا او نور نورې نړۍ د هیوادونو پر قانوني ویزو د کار، زده کړې، سوداګرۍ او نورو چارو لپاره تګ راتګ کوي.

دلته پر (۳) قانوني لارو خبرې کوو چې پر کارولو یې تاسو کولی شئ بهرنیو او پرمختللو هیوادونو ته ولاړ شئ، زده کړې وکړئ، کار وکړئ او یا سوداګري وکړئ.

1- لوړ زده کړې

له هیواد نه بهر ګڼ ځوانان یوازې د پیسو په لټه نه وځي. ځکه دا مهال که یو څوک سخت او ډیر کار وکړي دننه په هېواد کې هم یو ښه روزګار موندلی شي.

په افغانستان کې میشت ګڼ ځوانان تر هغو په اقتصادي لحاظ ښه دي چې په غیرې قانوني لارو او ډیر لګښت اروپا ته تللي او اوس دغلته بې کاره ګرځي.

بهر او نورو هیوادونو ته تګ د ښو تجربو د تر لاسه کولو، د خدای(ج) ددې ارتې او پراخې نړۍ د لیدلو او نویو څیزونو او خلکو سره د اشنا کیدلو غوره لاره ده او ډیر ځوانان په اګاهانه او یا ناګاهانه ډول همدې پسې ځي . خو ددې لپاره دا مهال د افغان ځوانانو لپاره لوړې زده کړې تر ټولو ښه چانس برابروي. په ځانګړې توګه د لیسانس، ماسټرۍ او دکتورا په کچه زده کړې.

دا کار ناممکنه ځکه نه دی چې همدا اوس زرګونه افغانان په اروپا، امریکا او د اسیا په پرمختللو هیوادونو لکه چین، عربي متحده امارات، جاپان او هندوستان کې په لوړو زده کړو بوخت دی. دوی له عادي کورنیو راغلي دي. نه یوازې دا چې لوړې زده کړې کوي بلکې ځان ته په نړۍ کې د سفر او سیاحت لا ډیرې دروازې پرانیزي.

که له هیواده بهر په لوړو زده کړو پسې د وتلو نیت لرئ نو څو کاله پرلپسې او تر یو حده غیرې عادي هڅې او خواري غواړي.

ددې لپاره باید نه یوازې په زده کړو کې داسې برلاسې و اوسئ چې په نړیوالو پوهنتونو کې د قبلیدو معیارونه پوره کړئ، او ددې لپاره ټاکلو او منلو نړیوالو امتحانونو لکه ټوفل (Toefl) او نورو کې ښې نومرې واخلئ بلکې یو څه فعال او متجسس و اوسئ څو وکولائ شئ د افغانانو لپاره په نړۍ کې د لوړو زده کړو له چانسونو او هغو لارو چارو خبر اوسئ چې پر مټ یې د لوړو زده کړو بورسونه او سکالرشیپونه وموندلی شئ او تر لاسه یې کړئ .

که بورسونه تر لاسه نه کړئ پر هغه لګښت چې خلک یې په قاچاقي لارو د بهر تګ لپاره ورکوي، کولی شئ چیرې یو ښه نړیوال پوهنتون کې زده کړې وکړئ چې تر فراغت وروسته به نه یوازې ګڼو هیوادونو ته تګ چانس ولرئ بلکې د تر لاسه کړو لوړو زده کړو پر مټ به په هیواد کې دننه او بهر د ښې دندې د موندلو چانس هم ولرئ.
د زده کړو لپاره دا مهال دا پلمه نه شي کیدای چې له روزنیز کورس لرې یئ. ښار کې نه اوسئ چې شرایط درته برابر وي او یا بې وزله یئ . ګڼو افغان ځوانانو په همدسې ستونزمنو شرایطو کې ځانونه رسولي او که تاسو هم وغواړئ ددې ټولو ستونزو سربیره د مطالعې او پرلپسې هڅو له لارې ځان هغه معیار ته رسولی شئ چې په یو بهرني پوهنتون کې ومنل شئ .

که ځوانان یئ نو لومړی پر دې باور ولرئ چې تاسو تر هغو نورو افغانانو کم نه یئ چې دا مهال د اروپا امریکا او نورې نړۍ په سترو پوهنتونونو کې زده کړې کوي. هڅه او هاند وکړئ ډاډه اوسئ چې په سیستم کې د ټولو شته بې عدالتیو سربیره بهر کې د لوړو زده کړو چانس تر لاسه کولی شئ، او دا له هیواد څخه بهر په قانوني لارې د سفر او نویو تجربو د ترلاسه کولو تر ټولو غوره لاره ده.

2- پانګونه او سوداګري

هغه افغان ځوانان چې له هیواد بهر ځي په قاچاقي لارو په لسګونو زره ډالر مصرفوي. په اټکلي توګه هغوی چې اروپا، کاناډا او استرالیا ته له قاچاقي لارو ځي د یو کس پر سره له لس زرو ډالرو نیولې تر پنځوس زرو ډالرو پورې لګښت کوي.

دا نه یوازې دننه په افغانستان کې ډیرې پیسې دي چې یو ښه کاروبار پرې کیدلی شي بلکې د نړۍ په بډایو هیوادونو کې هم دا ډیرې پیسې دي او که یو څه پرې ورزیاتې شي نو یوه مناسبه پانګونه پرې کیدای شي.

که کاروباري او پر تجارت میین ذهن ولرئ نو د کاناډا، اروپايي هیوادونو، اسیايي پرمختللو هیوادونو او امریکا په شمول د نړۍ په ګڼو هیوادونو کې داسې قوانین او اصول شته چې که پرې پوه شئ د یوې اندازې پانګونې له لارې تاسو هغه هیواد ته د تلو او هلته د اوسیدو قانوني اسناد تر لاسه کولی شئ.

همدا اوس په ترکیه، عربي متحده اماراتو، اروپايي هیوادونو او کاناډا کې یو شمیر افغانان د همداسې پانګونې لکه کور اخیستل، یو قانوني کاروبار پیلول او یا د پانګونې د نورو بڼو له لارې په قانوني توګه ژوند کوي.

ددې چارې لپاره هم نه یوازې دا چې سخت کار او خوارۍ ته اړتیا لري بلکې د بیلابیلو هیوادونو د قوانینو لوستل او په اړه یې معلومات راټولول پکار دي. همدارنګه نړۍ کې ګڼ شمیر ادارې شته چې په دې برخه کې تاسو مرسته برابروي او معلومات درکوي څو پوه شئ کوم هیواد د پانګونې په کومو شرایطو تاسو ته د ورتګ قانوني اسناد درکوي. البته لټون، تجسس او اعتباري معلومات راټولول اړین دي.

ددې پر ځای چې پیسې مو د قاچاقچیانو خوراک شي، ولې یو ځای پانګونه ونه کړئ چې هم درته د سفر او هم ګټې زمینه برابره شي، او که هڅه وکړئ دا ناممکنه چاره نه ده.

3- مسلکي مهارت او تخصص

د نړۍ پرمختللي هیوادونه مسلکي او کارپوهو خلکو ته اړتیا لري او ددې لپاره دوی هر کال په لسګونو زره مسلکي او متخصص کسان له مخ پر ودې هیوادونو راغواړي او کارونه ورکوي.

یو مهال زموږ په هیواد کې د بیلابیلو مسلکي مهارتونو تر لاسه کول ستونزمن و او شرایط ورته برابر نه وو. خو اوس نه یوازې دا چې دننه په افغانستان کې تاسو تر ډیره تخصصي زده کړې کولی شئ او په یو ځانګړي مسلک کې ځان تر ښه معیاره رسولی شئ بلکې نړۍ د اینټرنیټ پر مټ پېیلې ده چې تاسو یې له لارې خپله تخصصي وړتیا زیاتولی شئ.

که ښه مسلکي مهارت او تخصص ولرئ ډاډه اوسئ چې د نړۍ په بیلابیلو پر مختللو هیوادونو کې پر هغو دندو د ټاکل کیدو چانس لرئ چې له نورو هیوادونو متخصص کدرونه ورغوړي.

په اروپا او امریکا کې له ګڼو هندي او پاکستاني ډاکترانو سره مخ کیږئ چې له خپلو هیوادونو څخه یې تخصص تر لاسه کړئ او بیا د دندو لپاره دې هیوادونو ته ورغلي او نه یوازې خپله ارام او هوسا ژوند لري بلکې هند او پاکستان ته د پیسو په استولو له خپلو کورنیو او ملي اقتصاد سره مرسته کوي.

په نړۍ کې دا مهال د معلوماتي ټیکنالوژۍ، او د انیټرنیټ او کمپویټر پروګرامونه تود بازار لري. ډیر سترې او لویې کمپنۍ په دې برخه کې مسلکي کسانو ته اړتیا لري، دا مهال په نړۍ کې په دا ډول کمپنیو کې تر ټولو ډیر هندي مسلکي کارګر کار کوي.

په افغانستان کې دننه اوس د ځوانانو لپاره په معلوماتي ټیکنالوژۍ او پرواګرامینګ کې د مسلکي زده کړو او پر مختګ شرایط تر یوه حده برابر دي همدارنګه په دې برخه کې د لا پرمختګ لپاره په هندوستان کې هم زده کړې اسانه دي.

اینجنري، روان شناسي او ګڼ نور مسلکونه هم شته چې په نړیواله کچه په کې مسلکي کسانو ته اړتیا ده.

له بده مرغه افغان ځوانانو نه یوازې په هیواد کې دننه د مسلکي مهارت لوړولو ته پاملرنه نه ده کړې بلکې هغوی چې بهرنیو هیوادونو ته تللي هم په دې برخه کې یې ډیر پاملرنه نه ده کړې.

د مسلکي مهارت او تخصص پر بنسټ بهر ته په کاري سفر تګ هم یو اوږدمهاله پلان او پرلپسې سخته خواري غواړي، خو د هیڅ افغان زلمي لپاره ناممکنه خوب نه دی.

پر یادو سربیره بهرنیو پرمختللو هیوادونو ته د تګ ګڼې نورې قانوني او ګټورې لارې هم شته. لکه د امریکا د ګرین کارډ په لاټرۍ کې ګډون او نور چې موږ ترې ددې لیکنې د اوږدیدو د مخنیوي په خاطر تیریږو.

که تاسو په دې اړه څه زیاتول غواړئ نو لاندې کمینټ کې یې ولیکئ څو ترې نور خلک ګټه واخلي.

 

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */