رسنۍ سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

بنګلور لوبه، خو کلکتې زړونه وګټله!

لیکنه: مدثر دعوت

ليکنه: مدثر دعوت

 

د سږکال IPL لوبو ترټولو جالبه لوبه د کلکتې او بنګلور ترمنځ په ايډن ګارډنز لوبغالي کي ترسره سوله.

ويرات کهولي د معين علي په مرسته کلکتې ته لوړ هدف کښيښودی خو انډري رسل تر وروستي اووروه ورسره ډغره ووهله او د بنګلور لوبډله او مينوال يې نا ارامه کړي وه.

د لوبي پچه کلکتې وګټله او توپ اچوونه يې انتخاب کړله.

د بنګلور لپاره پارتيو پټيل او ويرات کهولي توپوهنه پيل کړله.

پټيل په ۱۱ منډو کي د نارين لخوا اوټ سو،او ورپسې نات په ۱۳ منډو وکيټه دلاسه ورکړه،خو معين علي دکهولې سره ملګرتيا وکړه او دهدف په لوړولو کي يې پوره رول ولوبوی.

معين علي د کلکتې د توپ اچوونکو په وړاندي بريدګره لوبه پيل کړله او ويې سول کولای چي په ۲۸ توپونو ۶۶ منډي ترسره کړي، ۶ شپږيزي او ۵ څلوريزي يې ووهلې.

کهولي او معين د ۹۰ منډو چټکه ملګرتيا وکړله.

ترهغه وروسته مارکس سټونيس په ۸ توپونو ۱۷ منډی وکړلې.

ويرات کهولي د لوبي ترپايه لوبه وکړله، په ۵۸ توپونو يې سليزه ووهله، ۴ شپږيزي او ۵ څلوريزي يې په انينګ کي شاملي وې.

په وروستيو ۱۰ اوورونو کي بنګلور ۱۴۳ منډي وکړلې،او همدارنګه په وروستيو اوورونو کي يې ۹۱ منډي وکړلې.

بنګلور په پوره ۲۰ اوورونو کي کلکتې ته د ۴ لوبغاړو په سوځيدو سره ۲۱۴ منډي هدف ورکړ.

د کلکتې توپ اچوونکو، ګرني په ۴ اوورونو کي ۴۲ منډی ورکړې يوه وکيټه يې ترلاسه کړه، سونيل نارين په ۴ اوورونو کي ۳۲ منډي ورکړلې يوه وکيټه يې واخيستله،انډري رسل په ۴ اوورونو کي ۱۷ منډي ورکړلې يو لوبغاړی يې وسوځوی.

خو کلديپ ياداو په ۴ اوورونو کي ۵۹ منډي ورکړې يوازي يې يوه وکيټه ترلاسه کړه،او کريشنا په ۴ اوورنو کي هيڅ وکيټه ترلاسه نکړه خو ۵۲ منډي يې ورکړلې.

کلديپ ياداو لومړنی سپينر توپ اچوونکی سو چي په IPL کي يې ۵۹ منډي ورکړلې.

دکلکتې ۲ توپ اچوونکو کلديپ او کريشنا هر يوه تر ۵۰ ډيري منډي ورکړلې چي دا هم په IPL کي لومړی ځل وو.

د کلکتې توپوهونکو د بنګلور د ۲۱۴ منډو هدف په مقابل کي ډير بيخونده پيل وکړ.

کريس لين يوه منډه وکړه، نارين بيا ۱۸ منډي، او شوبمان ګيل په ۹ منډو، روبين اوتاپا بيا په ۲۰ توپونو ۹ وکړلې.

په پاور پلې کي کلکتې ۳ لوبغاړي د لاسه ورکړي وه ، ۳۷ منډي يې کړي وې او ۱۲.۷۰ منډو ته په اوور کي اړتيا وه.

لوبه بيرته يوازی د رسل غاړي ته ولويده، خو نتيش رانا هم د پام وړ توپوهنه او ملګرتيا وکړله.

کلکتې په ۱۰ اوورونو کي ۶۰ منډي کړي وې خو په ۱۳.۴ څلور اووره کي ۱۰۰ منډي پوره سولې، پدې وخت کي په ۳۸ توپونو ۱۱۴ منډو ته اړتيا وه خو رسل توپوهني ته راغلی وو.

د بنګلور توپ اچوونکو چي په لومړنيو اوورونو کي اقتصادي توپ اچوونه کړې وه په وروستيو اوورونو کي د رسل له لوري وټکيدله.

رسل او رانا تر وروستي اووره لوبه ورسوله،او د ۱۰۰ منډو ملګرتيا يې وکړله.

نتيش رانا په ۴۶ توپونو ۸۵ ناسوځيدلي منډي وکړلې، ۵ شپږيزي او ۹ څلوريزي يې ووهلې.

انډري رسل په ۲۵ توپونو ۶۵ منډي وکړلې، ۹ شپږيزي ۲ څلوريزي يې ووهلې.

رسل وکولای سوله چي تر ټولو ژر ۱۰۰ شپږيزي پوره کړي همدارنګه يې د کلکتې لپاره ۵۰ وکيټي واخيستلې.

د بنګلور توپ اچوونکو د دويمي پاړۍ په پيل کي خپل مسؤليت ادا کړ.

سټاين چي په لومړي ځل سږ کال د بنګلور سره يوځای سوی وو، په ۴ اوورونو کي يې ۲ وکيټي ترلاسه کړلې.

سټونيس او سايني يوه،يوه وکيټه ترلاسه کړله.

بنګلور په ۱۰ منډو کلکتې ته ماته ورکړه.

ويرات کهولي د ۱۰۰ منډو په کولو سره د لوبي غوره لوبغاړی سو.

بنګلور په ۹ لوبو کي دويمه لوبه وګټله په وروستي ځای کي قرار لري ، کلکته بيا په ۹ لوبو کي ۴ ګټلي او ۵ لوبي يې بايللي دي او په شپږم ځای کي قرار لري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مدثر دعوت

مدثر دعوت هلمند میشتی ژورنالیست دی. د یاران لپاره په سپورټي او نورو برخو کې لیکنې کوي. په یاران کې د ښاغلي دعوت د لیکنو د بیا خپراوی حق له یاران سره خوندي دی.