روغه سټه کرنه او طبیعت

بنګله دیش کې د مرغانو انفلونزا لیدل شوې

بنګله دیشي چارواکو د ډاکې د چرګانو په یو فارم کې د مرغانو د انفلونزا د وایروس د خپریدو خبر ورکړی او د حیواناتو د روغتیا نړیوال سازمان دا راپورونه تایید کړي.

د مرغانو د انفلونزا ناروغۍ وایروس (H5N1 ) انسانانو ته خپریدونکی او په ځینو مواردو کې وژونکی دی.

تیر کال په نړۍ کې د مرغانو د ټوغکي د وایروس بېلابیل ډولونه خپاره شول چې له امله یې په اسیا او اروپا کې د مرغانو ګڼ فارمونه وتړل شول او د چین په څير سترو هېوادونو کې د یو شمیر انسانانو د مرګ سبب شول.

د روغتیا نړیوال سازمان د دوشنبې په ورځ له هیوادونو وغوښتل چې د مرغانو د انفلونزا د ناروغۍ څارنه وکړي او پرې نه ږدي چې دا ناروغي پراخه او انسانانو ته خپره شي .

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */