سپورټ نړیوال کرکټ

بنګله دیش په اسیا جام کې د هندوستان پاچاهي پای ته ورسوله

د بنګله دیش د ښځینه وو د کرکټ ملي لوبډلې د اسیا جام په ۲۰ اوریزه سیالیو کې د راج کوونکې هندۍ لوبډلې د اتلولیو لړۍ په ماتې ورکولو سره پای ته وروسوله.

د ۲۰۱۸ م کال د اسیا جام ۲۰ اوریزه کرکټ سیالیو کې بنګله دیشۍ ښځینه وو د کرکټ لوبډلې تایلنډ او هندۍ لوبډلې د پاکستان ښځینه وو د کرکټ ملي لوبډلې ته په ماته ورکولو سره پای لوبې ته لار پیدا کړه.

 د دغه جام سیالیو پای لوبه کې هندۍ لوبډله د ۷ م ځل، خو بنګله دیشۍ لوبډله د لمړي ځل لپاره مخ وه، چې پکې د بنګله دیش د کرکټ ښځینه وو ملي لوبډلې هندوستان ته د سیالۍ په وروستي اور کې ماتې ورکړه.

په دغه مهمه سیالۍ کې هندۍ لوبډلې په لمړۍ توپ وهنې سره د لوبې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې ټولې ۱۱۲ منډې جوړې کړې او بنګله دیشۍ لوبډلې ته یې د ۱۱۳ منډو هدف ورکړ.

د بنګله دیش ښځینه وو د کرکټ ملي لوبډلې د هندۍ لوبډلې د ۱۱۳ منډو هدف په ترلاسه کولو سره د لمړي ځل اتلولي خپله کړه او د هندۍ لوبډلې د تیرو ۶ پړاونو اتلولیو ګټلو لړۍ یې پای ته ورسوله.

 د اسیا جام ۲۰ اوریزه کرکټ سیالۍ د کرکټ اسیايي شورا لخوا د ۷ م ځل لپاره په مالیزیا کې ترسره شوې، چې پکې ۶ لوبډلو هندوستان، پاکستان، سریلانکا، بنګله دیش، مالیزیا او تایلینډ ګډون کړی و.

 په دغه جام کې دوه ځلې هندۍ لوبډله د بنګله دیش سره مخ شوه او په دواړو سیالیو کې یې بنګله دیش ته ماتې وخوړې.

همدا راز په دغه جام سیالیو کې تایلینډ لوبډلې سریلنکا ته په ماتې ورکولو سره د دویمې درجې د لوبډلې په توګه د بشپړ غړیتوب لرونکې لوبډله په لمړي ځل ماته کړه.

 د یادونې وړ ده، چې تر دې مهاله په ۷ پړاونو کې دغه سیالۍ ۴ ځل ۵۰ اوریزه او ۳ ځل ۲۰ اوریزه ترسره تر سره شوې، چې پکې ۶ ځلې هندۍ لوبډلې او یو ځل بنګله دیشۍ لوبډلې د اتلولۍ جام خپل کړ.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی