سپورټ نړیوال کرکټ

بنګله دیشۍ لوبډله د لمړۍ سترې ماتې وروسته بیا له ویسټ انډیز سره مخ ده

په ویسټ انډیز کې د کوربه ویسټ انډیز او بنګله دیش د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دوه ټیسټ، درې ۵۰ اوریزه او درې ۲۰ اوریزه سیالیو لوۍ په موخه بنګله دیشۍ لوبډله ویسټ انډیز ته تللې ده، چې په لمړۍ سیالۍ کې بنګله دیشۍ لوبډلې د خپل ټیسټ کرکټ په تاریخ کې بد ترینه ماته وخوړه.

بنګله دیش د ویسټ انډیز خلاف په لمړۍ ټیسټ لوبه کې د تیز بالرانو خلاف مقاومت ونشو کړای، په لمړي وار د ۴۳ او دویم ور په ۱۴۴ منډو جوړلو سره یې خپل ټول لوبغاړي وبایلل او په سیالۍ کې د ۲۱۹ منډو په توپیر سره ستره ماتې وخوړه.

د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دویمه ټیسټ لوبه نن ده، چې د ټیسټ سیریز وروستۍ لوبه ده او پکې به ویسټ انډیز د بنګله دیشۍ لوبډلې د اوسني کمزوري مرال څخه په ګټې اخیستو د دویمې بریا په تکل وي.

د بنګله دیش لپاره په دویمه سیالۍ کې د ویسټ انډیزي تیز بالر کیمار روچ نشتون زیری دی، خو پر ځای یې د یو کلن ځنډ وروسته د ټپونو څخه روغ شوی الجزاري جوسیف لوبډلې ته راستون شوی دی.

ویسټ انډیزي کیمار روچ د بنګله دیش خلاف په لمړۍ ټیسټ لوبه کې ۵ لوبغاړي وسوځول او د بنګله دیشۍ لوبډلې د توپ وهنې ترتییب یې ګډ وډ کړ، خو د همدغې سیالۍ پر مهال د «هیم سټرینګ» یا د عضلې د درد له کبله د دویمې سیالۍ څخه بهر شوی دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی