سپورټ نړیوال کرکټ

بنګلدیشي کرکټر مصدق حسین له خپلې میرمنې سره تاوتریخوالی کړی

رسنۍ وایي؛ دغه ځوان بنګله دیشي کرکټر د خپلې مېرمنې سره جهیز نه راوړلو له امله له زور زیاتي کار اخیستی او هغه یې له کوره ویستلې.

مصدق حسین د بنګله دیش ځوان لوبغاړی دی، په لوبډله کې په مېډل ارډر کې توپ وهنې ته ښکته کیږي او په ښې لاس توپ وهنه کوي.

دغه ځوان کرکټر لا تر اوسه ۲۲ کاله عمر لري او د را روان اسیایي کپ سیالیو لپاره د بنګله دیش په لوبډله کې هم اخیستل شوی.

رپوټونه وایي؛ نوموړي کرکټ لوبغاړي د خپلې کورنۍ کې د ماما د لور سره واده کړی، خو لا یې د واده ډېر وخت نه کیږي.

یوې ځایي چارواکي ویلي چې د دغه کرکټر په تړاوو په محکمه کې عریضه شوې او سړغړونکي سره به قانوني چلند وشي.

د مصدق حسین مېرمن شرمین سمیرا اوشا نومیږ او د ماما لور یې ده چې شپږ کال وړاندې یې سره واده کړی، خو اوس یې جنجالونه تر منځ راغلي.

د شرمین سمیرا اوشا وکیل ریاض الکریم وایي، مصدق حسین او کورنۍ یې له شرمین سمیرا څخه په جهېز د لس لکهـ بنګله دیشۍ روپیو غوښتنه کړې وه.

دغه وکیل ریاض الکریم وایي؛ تر هغې وروسته چې شرمین سمیرا دغه جهیز ورنکړ، نو ورسره له تاوتریخوالي کار اخیستل شوی او د اګسټ میاشتې په ۱۵مه نېټه یې له کوره هم ویستلې ده.

بل لورته د مصدق حسین ورور مبصر حسین مون وایي؛ د واده څخه وروسته يې د ورور او وریندار تر منځ اړېکې خرابې شوې، دی وایي ورور یې په ۱۵ اګسټ شرمین ته د طلاق کاغذونه استولي، خو وایي هغه ورڅخه د نکاح نامي د ټاکلو پيسو د زیاتو غوښتنه کوله، کله چې یې د وریندار غوښتنه ونه منل شوه، نو په خبره یې د ده پر ورور او کورنۍ یې د دروغو تورونه ولګول.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی