سپورټ

بلاخره له ډیرو هڅو وروسته هند د پاکستان کرکټ بورډ مشر ته ویزه ورکړه

د کرکټ د نړیوالې شورا او د هندوستان د کرکټ بورډ تر منځ د پټو اړېکو او خبرو اترو کې د ګډون په موخه د پاکستان کرکټ بورډ چارواکې هم هندوستان ته ځي.

وړاندې تر دې هم پاکستان کرکټ بورډ دغې ناستې ته د ورتګ هڅه کړې وه، خو د هندوستان هېواد لخوا ورته ویزه ورنکړل شوه.

خو اوس راپورونه وایي چې هندوستان د پاکستان کرکټ بورډ مشر نجم سیټهي په ګډون یو شمېر نورو چارواکو ته وېزې ورکړې تر څو دغه هېواد ته ولاړ شي او د ای سي سي او هندي کرکټ بورډ تر منځ په خبرو کې ګډون وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوه چې د پاکستان او هندوستان هېواد د لانجمنو اړېکو د اغیز له امله به د کرکټ اسیایي جام سیالۍ په سریلانکا کې تر سره شي، چې وړاندې یې د دغه سیالیو د تر سره کېدو ځای هندوستان ښودل شوی و.

په تېره میاشت کې د دواړو هېوادونو تر منځ په بهانه ولاړې اړيکې لا لانجمنې شوې او هندوستاني رسنیو خبر ورکړ چې هېواد به یې د کرکټ د نړیوالې شورا په ناست کې د ګډون لپاره د پاکستان کرکټ بورډ مشر نجم سیټهي ته وېزه ورنکړي.

ټاکل شوي دغه ناسته په روانه میاشت کې اپریل کې تر سره شي.

خو اوس پاکستانۍ رسنۍ وایې، د کرکټ بورډ مشر يې د مالیزیا هېواد کولالمپور ښار ته تر روانېدو وړاندې ویلي، چې ده او د پاکستان کرکټ بورډ یو شمېر نورو غړو ته هندوستان ویزې ورکړي او د مالیزیا هېواد تر سفر وروسته به د اپریل د میاشتې په ۲۲مه نېټه په کلکته کې کېدونکې ناسته کې د پاکستان نمائنده ګي وکړي.

نجم سیټهې د کرکټ نړیوالې شورا په بورډ کې هم دی رسنیو ته یې د خبرو کولو په مهال ویلي چې دی د هندي رسنیو پر خبرو نه غږیږي، خو ده ته د ویزې ورکړه ای سی سي مسؤلیت دی او دغه مسئله په خوشحالۍ سره وشوه.

دی خوشحالي ښيي چې پاکستان ته د ویسټ انډیز په دوره کې کوم خنډ پيښ نه شو او پاکستان ته د ویسټ انډیز د کامیاب سفر پر مسئله به هم په دغه غونډه کې بحث وکړي.

نوموړی وایې چې د کرکټ نړیواله شورا دومره ژر پاکستان هيواد د کومې غونډې یا سیالیو کوربتوب ورنکړي، خو دی به وړاندیز وکړي چې هېواد یې د ای سي سي د هر ډول ناستو د کوربتوب لپاره تیار دی.

نوموړي د ای سي سي د ناستو په تړاوو ویلي چې د دغه شورا کلنۍ ناسته به ائرلینډ کې د روان کال په جون میاشت کې تر سره شی، دی زیاتوي چې د ای سي سي یوبله ناسته به د ویسټ انډیز په هیواد کې وشي خو هېله څرګندوي چې د کرکټ د نړیوالې شورا د بورډ راتلوونکي غونډه به د دوی په هیواد کې تر سره شي.

د یادونې ده چې تر کال نومبر میاشت کې د اسیایي کرکټ شورا ناسته د پاکستان په لاهور کې تر سره شوه چې هندوستان هېواد پکې له ګډون کولو انکار کړی و.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی