سفر

بریتانیا کې له دې کارونو ځان وساتئ

هسې خو بریتانیا یا لندن ته تګ د ډیرو افغانانو هیله او ارمان دی، دا که هلته د اوسیدو لپاره وي او که د چکر لپاره، خو ناممکنه کار نه دی.

نو که چیرې دې هیواد ته ولاړئ ځینې داسې کارونه شته چې په ترسره کولو یې ښايي ښه ښکاره نه شئ او ځايي خلک که نور هیڅ ونه کړي نو بد بد خو به درګوري. ځینې له دې کارونو څخه درسره موږ شریکوو:

1- هڅه مه کوئ په بریتانوي انګریزۍ خبرې وکړئ، انګریزې بیلابیلې لهجې لري چې یوه بریتانوي لهجه ده. نو تاسو په هماغه لهجه انګریزې ووایئ چې زده موده. په جعلي بریتانوي اکیسنټ خبرې په بریتانویانو ښې نه لګیږي.

2- کتار مه خرابوئ. که دکاندار نه سودا اخلۍ، که له کوم ځای د میټرو ټیکیټ اخلۍ او که ایسکریمو اخیستو ته کتار کې ولاړ یئ. بریتانویان د نوبت ډیر خیال ساتي. نو بې نوبتي مه کوئ او کتار مه خرابوئ. خپل نوبت ته انتظار وباسئ .

3- بريښنايي زینو د پورته کیدو او ښکته کیدو پر مهال ښې خواته ودریږئ او هغو کسانو ته چې په بېړه روان وي، لاره پریږدئ چې مخکې شي. نو لاره مه بندوۍ.کنه په بیړه روان خلک مو ټیله کوي، او داسې یو نیم لیونی هم شته چې خوږوي مو.

4- بریتانوي سکې مهمې دي، د افغانیو یا نورو سکو ګومان ورته مه کوئ او ښه داده چې په بریتانیه کې د پاتې کیدو پر مهال یې مصرف کړی، کنه ډیرې سیکې به مو به جیب کې افغانستان یا بل داسې هیواد ته وړي وي چې ارزښت به یې زیات وي خو څوک به پرې یو ګیلاس اوبه هم نه درکوي.

5- په ښارونو کې موټر مه چلوئ، څو چې د بریتانيا د ترافیکي اصولو او ښارونو سره سم بلد شوي نه یئ، د ډرایورۍ شوق په کې مه کوئ. دا کار هم تاسو او هم نورو ته خطرناک دی، ځکه په دې هیواد کې ترافیکي اصولو له نورو هیوادونو سره ځینې ستر توپیرونه لري.

6- د روغبړپر مهال د مخ او خولې پر ځای لاس وړاندې کړئ، له چا مچو مه اخلئ. بریتانویان له دې دود سره سم بلد نه دي. نو که مو لومړۍ لیدنه وي، یوازې په لاس روغبړ وکړئ. که مچو پسې ګرځئ نو دغلته به یو څه وخت تیرول او لږ محنت کول غواړي.

7- د ملکې او شاهي کورنۍ په اړه ټوکې مه کوئ. که څه هم عام بریتانویان پر ملکې او شاهي خاندان ټوکې کوي او دا ددوی د ټوکو ټکالو یو تاریخي برخه ده، خو که تاسو پرې ټوکې وکړئ، پر ډیرو بریتانویانو ښې نه لګیږي. دا په دې پورې هم اړه لري چې تاسو له چاسره دا ټوکې کوئ.

8- ټولې بریتانیا ته انګلیستان مه وایئ ،یوازې انګلیستان ټوله بریتانیا نه ده، د خپل چلن او خبرو پر مهال باید پو شئ چې بریتانیا یا یونایټید کینګډم د انګلیستان، سکاټلینډ او والز څخه جوړ دی دا درې ولسونه دي. دا هر یو ځان ته هیوادونه، ولسونه، ژبې، کلتور او توکمونه لري.

9- په لندن کې چا سره سترګې مه جنګوئ. مهمه نه ده چې د اورګاډي تم ځای کې څومره ګڼه ګوڼه ده او څومره خلک شا او خوا دي، خو لندنیان هڅه کوي په هره بیه له ناپیژاندو خلکو سره د سترګې په سترګې کیدو ځان وساتي او نه غواړي له نا اشنا خلکو سره په خبرو کې ښکیل شي. خو له لندن څخه بهر د بریتانیې په نورو سیمو کې بیا خلک یو څه ټولنیز دي او که خبرې ورسره پیل کړې خوشالیږي.

10- د اب هوا په اړ بې معلوماتو مه اوسئ ،بریتانویان ريښتیا هم د هوا د وضیعت اړه ډیر غږیږي نو ښه ده چې په دې اړه نظر او تبصره ولرئ.

11- واټن په کیلومتر مه اندازه کوئ ، بریتانویان د سړکونو فاصلې په یارډ او میلونو اندازه کوي، خو توکي بیا په سانتي میتر او میتر اندازه کوي. قد په اینچونو او فوټونو اندازه کوي. خواړه په کیلو او ګرام اندازه کوي، خو د خلکو وزن بیا په پاونډونو معلوموي.

12- شاهي ګارډ ته لاس مه وروړئ، که د لندن د شاهي ماڼۍ او نورو سلطنتي ودانیو شا او خوا ګرځئ نو د شاهي ګارد له لمس کولو ډه ډه وکړئ. تاسو ددوی شا او خوا هر څومره ټوپونه او نارې وهلی شئ، خو که لاس مو وروړ نو چمتو اوسئ چې خوږوي مو.

13- که نه غواړئ څوک مو ټیله کړي نو د پیاده رو په منځ کې د عکس اخیستو لپاره مه دریږئ.

14- که نه غواړئ چې پولیس مو ونیسي، نو په هیڅ صورت په کوڅه تشې میتازې مه کوئ، کنه زندان ته چمتو اوسئ.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */