ژوند او ژواک

بریالیتوب په خوځنده اوسېدو کې دی!

 

ژباړه: غازي عابد

۱- تل الهام اخیستونکی او زړه کوونکی اوسئ، دا الهام، هڅېدنه او تحریک د هغو شیانو له لارې ترلاسه کړئ، کوم چې کله وینئ، اورې یا په اړه فکر کوئ، ستاسې زړه او وجود ورسره په خوځښت او خوښۍ راځي.

لکه مطالعه کول، عکسونه اخیستل، ځان ښکلی ساتل، اوسنیو پيښو یا روانو حالاتو له ټولو خواوو نه ځان خبرول، له نیکو خلکو سره ناسته پاسته، د بریالیو خلکو د تجربو لوستل، په خپلو نیکو خویونو تاکید او په ټوله کې ډیر منظم او چالاکه اوسېدل.

۲- په ژوند کې مثبت رول ولره او ځان د مثبت رول یوه نمونه وګرځوه، په دې سره به تل متحریک، د ښې انګیزې لرونکی او په مستقیما لاره روان اوسې.

۳- هڅه وکړه چې داسې یو څوک اوسې، څو نور خلک ستا له مثبتو کړنو، فعالیتونو او ویناو د ځان رهنمايي لپاره ګټه واخلې او دا هله کیدای شي چې ته په سمه لار روان اوسې، نو په سمه لار راونیدل کامیابي ده.

۴- هیڅکله د نورو په بریالیتوبونو او لاسته راوړنو بخیلي مه کوه. بلکې خپله هڅه وکړه، کار وکړه، وخت سم مصرف کړه او بلاخره ځان بریالی کړه، چې تر ټولو غوره لار به یې زده کړه، مثبت فکر، ښه اخلاق او په ټوله کې روښانفکره اوسېدل وي.

۵- ژوند کې ناهیلي مه کوه، بلکې هیله لره، خو عمل ورسره کوه.

لیکنه: ویکي ویب سایټ

 

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */