بریا او پرمختګ خوندیتوب زده کړې

بریالیتوب ته د رسېدو لپاره دا ۱۰ کارونه مه کوئ

ژباړه: نور احمد فضلي

شاید تر ټولو مهم کار چې هر انسان یې په خپل ژوند کښي د کولو وړتیا لري، دا وي چې د نورو د بریالیتوب له پاره انګېزې رامنځته کړي ځکه چې له دې لاري به د ځان له پاره هم د بریالیتوب ور پر ځان راخلاص کړي.

ددې موخي له پاره لازمه ده چې داسي ګامونه واخلئ او داسي کارونه وکړئ چې شاید ترننه مو یې د کولو فکر هم نه وي کړی. خو دلته ځینې داسي کارونه هم دي چې له کولو یې باید جداً ډډه وکړئ.

۱- له فکر او غور پرته د نورو وخت تلفول (پایمالول)
هرکله چې غونډي یا جلسې ته ناوخته ورشئ نورو ته دا پیغام ورکوئ چې ستاسې وخت د دوی څخه زیات اهمیت لري. هرکله چې په پلورنځي یا سوپرمارکېټ کښې پلورونکی په دې نیت منتظروې ترڅو ته په جېبونو کښې خپل بانکي کارټ پیدا او د سودا لوی نوملړ پوره کړې – نورو ته دا درک ورکوې چې یوازې ته اهمیت لرې او بس.

هرکله چې په اوږده قطار کښې منتظر کېږې ترڅو خپل تر اندازې غټ بوتل د ګرمي هوا او ډیرو کسانو چې ستا شاته ولاړ دي، په بېغمه زړه له اوبو ډکوې نورو ته دا پیغام ورکوې چې په خپله کوچنۍ دنیا کښې اوسېږې او همدا یوازینۍ دنیا ده چې تاته اهمیت لري.

دا ټول موارد، په ښکاره تاسې ته کوچني [ خو د نورو په نظر آزاروونکي] موضوعات دي خو آیا کوچنیوالی یې پر کم اهمیتۍ باندي دلیل کېدلای شي؟ غلط فکر کوئ. هغه کسان چې نورو ته د کوچنیو آزار ورکوونکو کارونو په اړه فکر نه کوي، د لویو او سترو موضوعاتو په اړه هم بې اعتنا دي. د کم اهمیته موضوعاتو په اړه د خلکو سره ستاسې چال چلند ( په ځانګړي ډول هغه وخت چې د یوه مدیر/اداري رول لرئ) ستاسې په اړه هرڅه څرګندوي. غوره ده همېشه د خپل پر شاوخوا کسانو سره داسي چال چلند وکړئ چې فکر وکړي د دوی اړتیاوي تاسې ته ډېر اهمیت لري او ډاډه اوسئ چې په دې طریقه سره به زیات دوستان ومومئ.

۲- تر لاس لاندي کسانو صرف نظر کول
د تر لاس لاندي کسانو صرفنظر کول هغه موضوع ده چې اکثراً خلک یې مرتکب کیږي. یوې کمپنۍ ته په محضی ور ننوتلو سره یوازې د هغو کسانو سره ږغیږو د چا سره چې کار لرو او دا موضوع په ټولو برخو کښې د صدق وړ ده.

دلته غواړم تاسې ته یو آسانه فورمول در وښییم: د هرچا سره چې وینئ سر ورته وښوروئ یا موسکا ورته وکړئ او یا سلام ورته ووایاست؛ رښتیا که یې آسانه درته ووایم داسي چلند وکړئ لکه تاسې چې د همدې کس/نفر سره کار لرئ.

۳- حرص او سراښتوب (خاصتاً هغه وخت چې تر اندازې زیات ژر وي)
فکر وکړئ چې یو نفر دی هیڅ یې نه پېژنئ ستاسې څخه د یوې لويي پېرزویني غوښتنه کوي. په قوي احتمال تاسې یې غوښتنه ردوئ. اوس فکر وکړئ چې هغه بیاځلي ستاسې څخه همدا غوښتنه کوي او تاسې هم بیاځلي د نوموړي غوښتنه ردوئ خو هغه متاسفانه بیا هم د درېیم وار له پاره ستاسې څخه غواړي چې احسان ورسره وکړئ منتها دا وار په لا عجز او زاریو سره.

شاید دا کس به رښتیا هم ستاسې مرستي ته اړتیا لري خو د یوه فرد اړتیاوي خپله د نوموړي مشکل دی او دا دنیا هیچا ته پور نه ورکوي. په حقیقت کښې هیڅ کس د پاملرني یا بریالیتوب ترلاسه کولو وړ نه دی او یوازې هغه وړتیا لري چې ترلاسه کوي یې.

۴- د اصلي اړمنو صرفنظر کول
په عین حال کښې چې نه باید خپل ارزښتمن وخت د نورو له پاره بې دلیله صرف کړو باید دا ټکی هم په نظر کښې ولرو چې ځینې انسانان په داسي موقعیتونو کښې دي چې نه شي کولای د ځانو سره مرسته وکړي. دوی یوه ملاتړي یا لاس نیوونکي ته اړتیا لري: یو څو زره افغانۍ، د یوه وخت ډوډۍ یا تر دې چې د ګرمو جامو یوه ژمنه.

په هر حال، ډاډه اوسئ چې ددې کارونو په کولو سره به په خپل ژوند کښې د دوی مثبته پایله ووینئ او دا پایله به د دوی په نسبت ستاسې په وجود کښې یو د خوښۍ احساس پیداکړي.

۵- د نظریاتو څرګندولو په موخه پوښتني مطرح کول
داسي فکر وکړئ چې د غرمې ډوډۍ خوړلو وخت دی او د هغه کس څخه چې ستاسې څنګته ناست دی پوښتنه کوئ: آیا ټولنیزي شبکې پر بازارموندنه باندې اغېز لري که یا؟

هغه شخص ځواب درکوي: زه فکر کوم چې په سمو حالاتو کښې داسي و هاسي دی او … تاسې هم ددې کس د قانع کولو له پاره خپل دلایل وایاست ترڅو وښیاست چې نوموړی په غلطه دی او همداسي خپل استدلال ویلو ته ادامه ورکوئ تر دې چې هغه ته د تېښتي لار هم نه پرېږدئ.

هڅه مه کوئ چې په ناسم استدلال سره خپل نظریات د نورو په مغزونو کښې ځای کړئ او که رښتیا غواړئ چې د یوې پوښتني په ځواب پوی شئ نو یوازې خپله پوښتنه مطرح کړئ او هر وخت چې ستاسې د خبرو واری در وه رسېدی په یوې بلي پوښتني سره هڅه وکړئ چې د مخاطب کس د نظر پر وړاندي بهترین درک او فهم پیدا کړئ.

خلک هغه کسان خوښوي چې خبرو ته یې پاملرنه کوي نه هغوی چې یوازې د ځان لېوال وي.

۶- د ځان مهم ښکاره کول
ځینې وختونه خلک د نورو د پاملرني را اړولو او د نورو درنښت او احترام په لاس راوړلو له پاره د” پوهېږې زه څوک یم؟ “ ته ورته عبارتونو څخه ګټه اخلي، دوی نه پوهېږي چې دغه رقم جملې یوازې دوی مغرور- متکبر او بې اهمیته کسان معرفي کوي.

نورو ته ووایاست چې په رښتیا هم د ځان له پاره یو څوک یاست خو په یاد ولرئ چې خلک هغه کسان زیات خوښوي چې عاجزانه سلوک کوي او د دوی پر وړاندي هیڅ ډول د تکبر او لوړوالي احساس نه لري.

۷- د جدي موقعیتونو نه پېژندل
غیر عادي کسان تر ډېره خورا جالب خلک دي خو تر هغه وخته چې شرایط جدی سوي نه وي. متاسفانه ځینې کسان نه شي کولای د” ځان فردیت څرګندولو “ څخه په هر رقم شرایطو کښې مخنیوی وکړي او همېشه باید ځانونه مطرح کړي.

دا چې شوخ او جالب شخصیت لرئ ستاسې پر شاوخوا کسانو ته مالوم یاست خو ځینې موقفونه او ځایونه دي چې باید جدی اوسئ او شوخ طبعي اړخ ته کړئ.

۸- د ځان څخه په تقلید کښې د نورو خندول
ځینې کسان خپل ځانونه په حقه بولي او هر ډول چې وغواړي د خپل ځان په اړه ږغیږي او خپل شخصي خصوصیات د نورو د خندا وړ ګرځوي خو نورو ته دا اجازه نه ورکوي چې د همدې موضوعاتو په اړه یوه خبره هم وکړي.

د وېښتیانو ډول، وزن، کاري نامطلوب وضعیت او اولادونه له هغه جملې څیزونو څخه دي چې ډېری کسان یې په اړه شوخي کوي خو نورو ته یې په اړه د شوخي او آن طبعي کولو اجازه نه ورکوي.

هیڅ وخت داسي مه انګېرئ هغه کسان چې د خپلو ځانونو په اړه شوخي کوي دا اجازه دي تاسې ته هم درکړي چې ورته شوخي د دوی سره وکړئ.

۹- د توجه د جلبولو له پاره تر اندازې زیاته عاجزي
دا ځانګړنه په حقیقت کښې د ځان ستاینې یو ډول دی چې پکښي فرد په کم اهمیته ښودلو سره د ځان یوه برجسته ځانګړنه (مثلاً ددې جملې ویل: ورک یې که دا هیواد خو په خارجي سفر نه ارزي) کوښښ کوي چې د نورو توجه پاملرنه را وګرځوي او ځان مطرح کړي.

په یاد مو وي چې ستاسې کارمندان په یوه مهم کنفرانس کښې د راڅرګندېدو څخه وړاندي ستاسې د ستریس او اندېښنې څخه د خبرېدو علاقه نه لري او د دوو لویو کورونو د تعمیر او ساتلو د لګښتونو په اړه ستاسې د ګیلو او شکو اورېدلو ته تمایل نه لري.

۱۰- د نظریاتو تحمیلول
سمه ده چې هر فرد د بېلابېلو موضوعاتو په اړه مهم او په زړه پوري مالومات لري خو بهتره ده چې یاد مالومات پر سمو موقعیتونو د نورو سره رشک کړي. ترڅو چې چا د یوې موضوع په اړه پوښتلي نه یاست غوره ده چې چوپ اوسئ.

ستاسې مالومات [مثلاً د ډاکټر له لوري درته ځانګړی سوی غذايي رژیم] یوازې په تاسې پوري اړه لري او تاسې ته مهم دی نه نورو کسانو ته – نو بهتره خبره ده چې لیکه په لیکه جزئیات یې یوازې د ځان سره وساتئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نوراحمد فضلي