اقتصاد ژوند او ژواک

هغه (۸) کارونه چې بریالي خلک پرې خپل وخت نه ضایع کوي

لیکوال: جیم رون
ژباړن: احمد فرهاد توتاخیل

د یوه روزونکي په توګه، ډیری وخت هغه خلک ماته راځي، چې دوی خپلو خیالونو کې ډوب وي، ستریس لاندې وي او داسې احساس کوي لکه هغو موخو ته چې دوی په ژوند کې ډیره اړتیا لري، نه شي رسیدلای. دوی ځان قید احساسوي. دوی هغه حد ته رسیدلي، چې نور نه پوهیږي څه وکړي.

په همدې اساس، لومړۍ څه چې زه کوم هغه دا دي چې زه ددوی وخت ضایع کوونکي کارونه مشخص کوم؛ هغه کارونه چې د دوی د بریا مخه نیسي او نه پریږدي چې دوی خپلو موخو ته ورسیږي.

زما په فکر موږ ټول د وخت په تیریدو سره ځان په هغو کارونو کې ښکیلوو، چې زموږ له بریا او خوشالۍ سره هیڅ مرسته نه شي کولای.
په ښکاره ډول چې یو وخت ماهم کول خو کله چې سوداګرۍ ته مې مخه کړه، په دې پوه شوم چې د ورځې یوه ثانیه ماته څومره اړینه وه او وروسته مې په خپل ځان کې د بدلون راوستلو په پار اړین ګامونه اوچت کړل. هغه نه وروسته وخت نه وو چې په هغو شیانو خپل وخت ضایع کړم، چې زما سوداګرۍ ته پرمختګ نه شي ورکولی.

موږ ټول غواړو چې په ژوند کې بریالي واوسو، خو ځینې وخت خپل وخت په هغو شیانو ضایع کوو چې هغه موږ خپلو موخو ته له رسیدو پاتې کوي. او تر ډیره بریده موږ هغه شیان (کارونه) نه شو مشخص کولای تر دې چې یو بل څوک یې راته په ګوته نه کړي.

دا اړینه ده چې خپلې ورځې څنګه تیرې کړو، ساعت په ساعت، او هغه لارې په منظمه توګه غوره کړو چې څنګه وکولای شو ښه کار وکړو او وخت ضایع کوونکي شیان (کارونه) له منځه یوسو. نو په همدې اساس، د پیلولو لپاره، لاندې (۸) هغه شیان (کارونه) دي چې تولیدوونکي او بریالي خلک هیڅ خپل وخت پرې نه ضایع کوي (او ته یې هم نه باید وکړې):

۱. بریالي خلک د ټولنیزو رسنیو په کارولو خپل وخت عبث نه تیروي
د ټولنیزو رسنیو کارول ـــ په فیسبوک کې د پیغامونو او نورو مسایلو کتل، په انسټګرام کې د انځورونو کتل، په ټویټر کې د پیښو تازه جزیات کتل او دې ته ورته نور مسایل د ژوند د یوې ورځې یوه برخه ده. خو که چیرې ته دا کنټرول نه کړې چې د ورځې ته څومره وخت پرې تیروې، ساعتونه به درباندې تیرشي او هغه څه چې دې د همغې ورځې په لیست کې دي، ترسره به یې نه شې کړای.

۲. بریالي خلک پرته له پلانه ورځ نه پیلوي
بریالي خلک یوه موخه لري؛ دوی هره ورځ د خپلو موخو د ترلاسه کولو له پاره پلان لري. ” زه د نوملړ په جوړولو باندې باور لرم، خو یواځې پر دوه یاهم درې لومړیتوبونو باندې چې هماغه ورځ باید ترلاسه شي، نه د شیانو په یوه اوږد لیست باندې”.

خپل غوره لومړیتوبونه ولیکه او په نورو وړو برخو یې وویشه او وبه ګورې چې ته به هماغه څیزونه لاسته راوړې او نوملړ به په بریالیتوب سره پای ته ورسوې.

۳. بریالي خلک له پښو غورځوونکي احساساتي کارونه نه ترسره کوي

که غواړې چې په یوه حقیقي بریالي ژوند کې ګام کیږدې، نو باید په هغو شیانو تمرکز وکړې چې ستا ژوند درښکلی کوي. بریالي خلک په هغو شیانو خپل وخت نه ضایع کوي، چې دوی په احساساتي ډول له پښو غورځوي.

وړاندې له دې چې د خپل مهال ویش په کارونو پیل وکړې، خپل ځان ډاډمن کړه چې آيا دغه کارونه ستا په ژوند کې مثبت تمامیدلی شي او که نه. که چيرې فکر کوې چې نه شي تمامیدلای، نو په دې صورت کې “نه” ورته ووایه. وړاندې له دې چې “هو” ووایې، لومړۍ فکر وکړه او په دې پوه شه چې په “نه” ویلو کې کوم عیب نشته.

۴. بریالي خلک د هغه شیانو په اړه تشویش نه کوي چې د دوی په کنټرول کې نه وي

بریالي خلک په دې پوه شوي چې تشویش کول انسان هیڅ ځای ته نه شي رسولای، په ځانګړي توګه د هغه څه په اړه تشویش چې انسان یې په اړه هیڅ څه نه شي کولای.

نو په همدې اساس، خپل افکار دې په عمل بدل کړه. په هغو شیانو تمرکز وکړه چې ستا په کنټرول کې وي او کولای یې شې.

۵. بریالي خلک له منفي فکره خلکو سره د باندې چکر ته نه وځي

لکه څنګه چې وایي، ته د هغو پنځو کسانو څخه یو کس یې چې ډیر وخت ورسره تیروې. نو که غواړې چې غوره واوسې، باید له خپل ځان څخه ښه خلک راچاپیر کړې.

له خپل ځان څخه باید منفي او زهرناکه انرژي لرې کړې. که غواړې چې په ژوند کې اوچت والوزې، نو باید له وجود څخه هغه شیان لرې کړې چې تا ښکته غورزوي.

۶. بریالي خلک د تیر وخت په تیروتنو تمرکز نه کوي

بریالي خلک تیروتنې ترسره کوي. هرڅوک تیروتنې ترسره کوي. په ژوند کې د بریالي کیدو راز په دې کې دی چې لومړنۍ تیروتنه بیاځلې ترسره نه شي. له هماغې لومړنۍ تیروتنې باید درس زده کړې او پرمختګ وکړې او د هماغې تیروتنې له برکته په یوه غوره شخصیت بدل شې.

نو په همدې اساس، کله چې یوه تیروتنه دې ترسره کړه، نو دې ته فکر وکړه چې تیروتنه خو ترسره شوه او نه شې کولای چې بیرته تیر وخت ته وګرځې. هغه څه دې چې ترې زده کړل، په هماغه تمرکز وکړه او یوه داسې سټراټیژي ډیزاین کړه چې په مثبت ډول پرې مخ پر وړاندې لاړشې.

۷. بریالي خلک د نورو خلکو په کارونو باندې تمرکز نه کوي

دا ښه خبره ده چې د نورو بریالیو خلکو کارونه تاته الهام دروبخښي، خو که ته په دوامداره توګه خپل ځان له نورو کسانو سره برابروې او همدا ځان برابرول تا ټیټوي، نو ښه دا ده چې خپله مفکوره بدله کړې.

د نورو خلکو له کارونو څخه ښه ګټه پورته کوه، خو خپله مفکوره دې داسې روږدې کړه چې یواځې له مهم کس سره تل په سیالي کې واوسي، چې هغه هم ته پخپله یې.

۸. بریالي خلک په لومړیتوب کې ځان تر نورو څټ ته نه پاتې کوي

موږ ټول له داسې وخت سره مخامخ کیږو چې په کافي اندازه خوب او تمرین (ورزش) نه شو کولای دا ځکه چې باید په یوې سترې پروژې کار وکړو. خو د اوږد مهاله بریا او خوشالۍ لپاره باید ځان د لومړیتوب په نوملړ کې لومړي مقام ته ورسوې.

آیا په دې نوملړ کې داسې شیان شته چې ستا وخت ضایع کوي؟ که چیرې اوسي، نو لرې یې کړه د دې لپاره چې یو ښه ژوند پیل کړې.

 

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */