خوندیتوب روغه سټه

بريښنايي سیګرت د انسان ویني ته خطر پېښوي

لیکنه: ياران

یاران اپ په ګوګل پلی سټور کې یاران په ګوګل پلی سټور کې

یاران اپ په ایفون اپ سټور کې  یاران په ایفون اپ سټور کې 

په وروستیو کې بریښنايي سیګرټ ډیر دود شوي دي او ځینې خلک چې غواړي د تنباکو له سیګرټو ځان وژغوري، بريښنايي سیګرټو ته مخه کوي. په ځانګړې توګه په اروپا، امریکا او عربي هیوادونو کې ګڼ ځوانان بريښنايي سیګرټ کاروي.

خو په تیرو څو کلونو کې وخت په وخت څیړنو ددې سیګرتو د خطرونو په اړه خبرداری ورکړی او ویل شوي چې بريښنايي سیګرت هماغومره خطرناک دي څومره چې د تنباکو سیګرت د انسان روغتیا ته ګواښ پېښوي.

مخکې په څیړنو کې ویل شوي و، چې په بريښنايي سیګرټو کې د نیکوتین اندازه ډيره ده چې زړه د ناروغیو سبب کیږي.

خو اوس تازه څیړنې وايي چې په بریښنايي سیګرټو کې د ذایقي لپاره کاریدونکي کیماوي موادو یوه برخه یې زهرجن خواص لري چې له برېښنا سره د چارج کیدو وروسته نور هم زهرجن کیږي او انساني صحت ته جدي خطر پېښوي.

په یو ساینسي ژورنال کې د خپاره شوې تحقیق له مخې د بريښنايي سیګرټو د ذایقي لپاره په کاریدونکو کیماوي موادو کې زهرجن مواد موندل شوې دي.

په امریکا کې د طبي څيړنو د یو پوهنتون د څیړونکو له خوا په شوي څیړنه کې معلومه شوې چې د بريښنايي سیګرټو دا کیماوي مواد د انسان د ویني سپینې حجرې له منځه وړي.

په دې ذایقو کې تر ټولو زیات د وانیلا او روغني ذایقې خطرناکې بلل شوي چې په پراخه پیمانه په الیکترونیکي سیګرټو کې کارول کیږي.

په راپور کې دا هم ویل شوي چې له دې کیماوي ‌‌ذایقو څخه په سرطان ناروغیو د اخته کیدو شواهد هم ترلاسه شوي دي.

په څیړنو کې ویل شوي چې یوازې په امریکا کې د بريښنايي سیګرټو د تولید۵۰۰ برانډونه دي چې په شا او خوا اته زره ‌ذایقو کې بريښنايي سیګرټ جوړوي.

پوهان وايي، د بريښنايي سیګرټو په اړه د معلومات کموالی ددې سبب شوی چې په تیره لسیزه کې په لویدیځو هیوادونو کې ګڼ ځوانان دې سیګرټو ته مخه کړي چې له کبله یې په ځوانانو کې ډیرې ناروغۍ رامنځ ته شوې دي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران