بریا او پرمختګ مخکښان

بريالي کسان له خپلو فارغو وختونو څه ډول ګټه پورته کوي؟

ژباړه: محمد عزيز پردېس

که د برياليتوب په لټه کې ياست، بده به نه وي، چې د هغو کارونو په اړه پوه شئ چې تاسو برياليتوب ته رسوي او د برياليو کسانو ورځني پروګرامونه مطالعه کړئ. په دې ليکنه کې مو هڅه دا ده چې تاسو ته د برياليو کسانو شپني يا د فارغو وختونو پروګرامونو په اړه مالومات درکړو.

که د سهارنيو برنامو يا پروګرامونو په اړه په ګوګل کې پلټنه وکړئ، نو د ډېرو زياتو مالوماتو او پايلو سره به مخامخ شئ. سهارنۍ کاري برنامې او پروګرامونه ستاسو کاري وړتيا لوړوي او ستاسو د رضايت لامل کېږي. دا ډول برنامې د دې زمينه برابروي چې په کارونو کې ډوبې مورګانې خپلو کارونو ته رسيده ګي وکړي او مديران هم وشي کولی چې خپل ځان د جلسو ډکې يوې ورځې ته چمتو کړي. په ضمن کې به دواړه وشي کولی چې ماښام کور ته راستانه شي.
خو د يوې سهارنۍ کاري برنامې درلودل، يوازې د يوې معادلې نيمه برخه ده. يوه غښتلې سهارنۍ کاري برنامه د يوې غښتلې شپنۍ برنامې په مرسته برابرېدی شي.

شپنۍ کاري برنامه درلودل، د دې لامل کېږي ترڅو يوه ښه ورځ پيل کړئ.

داسې اورېدل شوي چې بنجامين فرانکلېن به هره شپه له خپل ځان نه پوښتل:
( نن مې څه ښه کار ترسره کړی دی؟ څه ښه کار مې بايد نن ترسره کړی وی؟ ).

د دې دوو پوښتنو په مرسته به هغه کولی شول چې ترڅو دا ومومي چې نن يې څه کړنې ښې وې. هغه کولی شول د چې د خپلو لاسته راوړنو نه منندوی واوسي او هغو ته په کتلو سره به يې د سبا سهار لپاره ځان چمتو کاوه:

د سهارنۍ سمې کاري برنامې ګټې
هغه ورځ مو چې تېره کړې، هغې ته يو ځلې کتنه کوئ او د سبا لپاره بيا ځلې برنامه جوړوئ.
يوه شپنۍ کاري برنامه تاسو ته دا اجازه درکوي ترڅو د مثبتو پايلو په اړه تمرکز وکړئ او همدارنګه د ورځې په اوږدو کې د خپلو کړو تېروتنو په اړه فکر وکړئ. تاسو کولی شئ په دې وخت کې خپلې ټولې الکترونيکي دستګاوې خاموشه کړئ او خپل ذهن ارامه کړئ.
په دې به پوهېږئ چې تمه ده تاسو بايد سبا ته په څه تمرکز وکړئ او په داسې حال کې چې تاسو ويده هم ياست؛ د مسئلې د حل په اړه به تمرکز وکړئ.

د برياليو کسانو شپني کاري برنامې
کله چې د برياليو کسانو لکه، بنجامين فرانکلېن شپنيو کاري برنامو ته پام وکړو، نو متوجه به شو چې هغوی ژر ويده کېدل/کېږي او سهار وختي پاڅېدل/پاڅېږي.
هغوی خپل ذهن اراموي ترڅو وشي کولی هغه څه چې اهميت لري؛ پرې تمرکز وکړي او کولی شي چې هره ورځ د خپلو موخو پر لور ګامونه واخلي. په سهارنيو او شپنيو برنامو کې همدا ثبات د دې لامل کېږي چې هغوی پرمختګ وکړي او بريالي دې وي.

نوموتی امريکايي ورځپاڼه چلوونکی، اريانا هافيګټن لږ چای څښي، دمه کوي او په شپه کې د هېڅ ډول الکترونيکي وسيلې څخه کار نه اخلي. د هغه کړنلاره په بشپړ ډول، علمي ده او ځان ته دا اجازه ورکوي، چې خپل بدن ارامه کړي؛ ترڅو وشي کولی د مهمو مسايلو په اړه تمرکز وکړي او ويده شي. بټهوون هم هره شپه ۱۰ بجې ويده کېده، ترڅو وشي کولی سهار وختي ويښ شي او د خپلو کارونو په اړه فکر وکړي.

د زړه راښکونکو پايلو په درلودو سره يو نامحسوسه بدلون
د يوې شپنۍ کاري برنامې درلودل د عادتونو د تغيير لامل کېږي. د بېلګې په ډول، د دې پر ځای چې د شپې ۱۱ بجې ويده شئ او مخکې له ويده کېدو څخه خواړه وخورئ، هڅه وکړئ د ماښام ۷ بجو نه وروسته څه ونه خورئ او ۹ بجې ويده شئ؛ چې دا په خپله د يو لوی عادت بدلون دی. دا بدلون يودم نه راځي. کولی شئ چې د وخت په تېرېدو سره د يو کوچني تغيير په مرسته لوی بدلون رامنځ ته کړئ.
ډېری وخت خلک دا هيله لري ترڅو د توقوع خلاف يا هم د خپلې سويې څخه پورته کارونه ترسره کړي او په همدې دليل خپلو موخو ته نه رسېږي. تاسو کولی شئ چې لومړی په ژر ويده کېدو پيل وکړئ. الکټرونيکي وسايل مو ګُل کړئ او په کتاب ويلو پيل وکړئ.

د دې بدلون رامنځ ته کول، ستاسو په ورځينۍ کاري برنامه کې د مثبتو تغييراتو لامل کېږي. دا کار تاسو ته فرصت او ډېر شرايط برابروي، ترڅو د يو ليدونکي پرځای خپله عمل ترسره کړئ.

هرکله چې تاسو ته وسوسه پيدا کېږي، ترڅو خپلو پخوانيو عادتونو ته وروګرځئ، نو په بېړې سره د خپلې نوې برنامې د محصول په اړه فکر وکړئ. د برياليو کسانو په اړه فکر وکړئ چې د دغه عادت په مرسته يې خپلو ځانونو ته بدلون ورکړی او برياليتوب ته رسېدلي دي.

د کوچنيو او ساده تغييراتو سره پيل وکړئ
دا لازمي نه ده چې ستاسو شپنۍ کاري برنامه دې بايد پېچلې وي. په خپل مسير کې چې هر ګام پورته کوئ، نو تاسو به خپلې موخې ته نږدې کوي. دا چې تاسو دې بايد تر ناوخته ويښ واوسئ، پروا نه کوي؛ خو څېړنو او مطالعاتو دا ثابته کړې ده چې بریالي کسان وختي ويده کېږي.

البته ټول څيزونه د وخته ويده کېدو پورې تړاو نه لري، بلکې دا چې تاسو مخکې له ويده کېدو څخه څه کوئ؛ اړه لري. د بېلګې په ډول: د کتاب لوستل، د الکټرونيکي وسايلو خاموشه کول او د خپلې کورنۍ سره وخت تېرول.

که غواړئ برياليتوب ته ورسېږئ او خپلې شپنۍ کاري برنامې ته تغيير ورکړئ، نو لاندې ګامونه پورته کړئ:

• وخته ويده شئ او وختي پاڅېږئ. ( دا کار په يوې ټاکلې موده کې ترسره کړئ ).

• له ويده کېدو څخه يو ساعت وړاندې مو الکټرونيکي وسايل ګُل کړئ او کتاب مطالعه کړئ يا هم د خپلې کورنۍ سره وخت تېر کړئ.

• هغه کارونه مو چې ترسره کړي يا نه دي ترسره کړي؛ پرې فکر وکړئ.

• خپله سبانۍ کاري برنامه تنظيم کړي.

پورته پنځه مرحلې به تاسو ته دا اجازه درکړي چې ترڅو په ارامۍ سره ويده شئ او خپل ذهن خوب ته چمتو کړئ. خپل ناخودګاه ذهن ته به دا موقعه برابره کړئ، چې د سبانۍ کاري برنامې په اړه تمرکز وکړئ. شپنۍ کاري برنامې د پرمختګونو د لاس ته راوړلو لپاره لاره هواره وي.

سرچينه: YOUC.IR

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد عزیز پردیس

محمد عزیز پردېس منځنۍ زده کړې د کندز په حضرت علي لېسه کې او لوړې زده کړې يې د کندز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي په پښتو ځانګه کې کړي دي.
نوموړی دمګړی له يو خصوصي انستيتوت سره د ژباړې په برخه کې بوخت دی.
د ياران وېبسايټ څخه يې هر اړخيزې ليکنې او ژباړې لوستلی شئ.
په یاران کې د عزیز پردیس د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق یوازې له یاران سره خوندي دی