بریا او پرمختګ مخکښان

بريالي خلک خپلو کورونو کې دا ۸ توکي لري

ژباړه: محمد عزيز پردېس

دا جالبه او مهمه نه ده چې ټول بريالي خلک دې ګډې او په يوه بڼه ځانګړنې ولري. بريالي کسان ټول خپلو کورونو کې داسې لوازم او توکي لري چې د تمرکز د ډېروالي، د کورنۍ سره د اړيکو د پياوړتيا او د هغوی د پرمختګ او مخکې تګ لامل ګرځي. دلته به تاسو ته د ځينو هغو شيانو نومونه بيان کړو چې تقريبا ټول بريالي خلک يې خپلو کورنو کې لري:

۱- ورزشي لوازم
يو له هغو څيزونو څخه چې بريالي خلک يې خپلو کورونو کې لري، داسې وسايل دي، چې سپورت يا ورزش ته مو هڅوي. مونږ د لوړ قيمت لرونکو ورزشي وسايلو لکه، کورنی بايسکل يا د منډې ماشين تاسو ته نه وړانديز کوو، دا وسايل کېدای شي د يوګا يوه دوشکه، د لوبو تناب، دمبلونه يا هم د ورزش لپاره ازاد چاپېريال وي. ښايي د سپورت لوبغالي او کلپونه ستاسو له کورونو څخه لرې وي، يا هم د دې حوصله ونه لرئ چې هلته ولاړ شئ، خو د پورته ذکر شويو لوازمو په شتون سره به ستاسو لپاره د نه ورزش کولو هېڅ بهانه نه وي.

۲- الهام بښوونکي کتابونه
حتا تر ټولو ډېر بريالي کسان هم کله ناکله انګېزې ته اړتيا لري. په داسې شرايطو کې د هرڅه په پرتله ښه او غوره څيز کتاب دی. په ځانګړي ډول، هغه کتابونه چې د برياليتوب رازونه، د ماتې لاملونه، راتلونکې ستونزې او د ژوند کولو کړنلارې بيانوي او تاسو ته د ژوند د دوام او د خپلو موخو د تعقيبولو انګېزه درکوي.

۳- د کار کولو لپاره ارامه ځای
بريالي خلک کله ناکله مجبور دي، چې په کور کې هم کار وکړي، خو د هغوی د کار ځای مناسب او ارامه وي. داسې ځای چې هلته د حواسو د ګډوډېدو لپاره هېڅ عامل نه وي او په ښه ډول سره کولی شي چې خپلو کارونو ته دوام ورکړي. دا کړنلاره ډېرې ګټې لري، چې تر ټولو مهم يې د کار لوړ او چټک سرعت دی. د دې پرځای چې د ۴ ساعتونو لپاره د تلويزون مخې ته کښېنئ او تل مو حواس ګډوډ وي؛ غوره به دا وي چې د خپلې خونې ور مو وتړئ او په ټول تمرکز سره به مو خپل کارونه د ۱ څخه تر ۲ ساعتونو پورې بشپړ کړای شئ.

۴- د يادښتونو لپاره کتابچه
د برياليو کسانو په ژوندانه کې درې ډوله موخې شتون لري:
لومړی/ اوږد مهاله موخې ( هغه پرېکړې چې د کال په پيل کې يې کوي).
دويم/ منځ مهاله موخې ( مياشتيني او اونيز کارونه).
درېيم/ لنډمهاله موخې ( ورځني او ساعتوار کارونه چې په اسانۍ سره ترسره کېږي).
بريالي اشخاص د دې وړتيا لري چې دا ټولې موخې په ښه ډول اوډون او تنظيم کړي او پر مخ يې بوځي، چې د دې کارونو د ترسره کولو لپاره ترټولو ښه لار د يادښتونو د کتابچې برابرول دي. له داسې کوچنيو جيبي کتابچو څخه ګټه واخلئ چې لېږدول يې اسانه وي.

۵- د کار لپاره مناسب مېز او څوکۍ
ښايي تاسو به د ښه او سم کښېناستلو د طريقو په اړه ډېرې مقالې لوستلې وي، خو هغه به خپل ژوند کې نه پلي کوئ. کله چې د څو ساعتونو لپاره د مېز تر شا کښينئ او په خپل کار کې ډوبېږئ، نو د سم کښېناستلو کړنلار به مو له ياده وځي، خو په دې پوه شئ چې سالم بدن د سالم او فعال ذهن لامل ګرځي. په همدې اساس د کار د مېز او څوکۍ په ټاکلو کې ډېر زير شئ او په فکر سره يې برابر کړئ.

۶- د خپلو موخو انځورول
لازمه ده چې په خپل کور کې يوه سپینه تخته ( White Board ) ولرئ او هر وخت پرې خپلې موخې د يو جدول په بڼه وليکئ او انځور يې کړئ. په انځوريزه بڼه د موخو ليکل، تاسو سره مرسته کوي، ترڅو په خپلو موخو ډېر تمرکز ولرئ.

۷- د سالمو خوړو څخه ډک يخچال
سالم خواړه د هر شخص د ژوندانه اړتيا ده او بريالي خلک دا موضوع ښه درک کوي. د سالمو خوړو مصرف، د سالم ذهن د رامنځ ته کېدو لامل ګرځي. د لارښود ډاکتر په مشوره د داسې مېوو او خوړو په لټه کې شئ چې واقعا ورته اړتيا لرئ.

۸- د ټلويزون څخه لرې، د خوړو ځای
بريالي خلک دا وړتيا لري چې په خپل ژوندانه کې تعادل رامنځ ته کړي. هغوی د خوړو ځای ( مېز يا دسترخوان ) د تلويزون څخه لرې، برابروي، ترڅو وشي کولی په ارامه فکر او تمرکز سره خواړه نوش جان کړي او د هغو پېښو په اړه غور او خبرې وکړي چې، د ورځې په ترڅ کې رامنځ ته شوي دي.

منيتورونه یا سکرینونه تقریباً هر چېرته شته. په اوسط ډول، هر انسان د ۶۰ دقيقو څخه، ۴۵ دقيقې د منيتور په مخ کې تېروي. په همدې اساس ويلی شو چې، فلم کتل يا په کمپيوټر کې لوبې کول؛ ستاسو د ذهن د استراحت لپاره ښه او مناسب فرضت نه دی. د هغه پر ځای، نقاشي کول، بزګري، د کور په کارونو کې مرسته کول، د ماشومانو سره لوبې کول او هر هغه کار چې ستاسو د فزيکي حرکاتو لامل شي؛ ګټور دي.

تقريبا د نړۍ ټول بريالي کسان د پورته ياد شويو توکو څه برخه يا ټول په خپلو کورونو کې لري. يوه مهمه يادونه بايد وشي، هغه دا چې، د پورته ذکر شويو توکو په ګټې اخېستو سره به د کار د پرمختګ ترڅنګ، په کور کې د مينې او ارامښت چاپېريال هم تجربه کړئ.

ماخذ: Bartarin.com

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد عزیز پردیس

محمد عزیز پردېس منځنۍ زده کړې د کندز په حضرت علي لېسه کې او لوړې زده کړې يې د کندز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي په پښتو ځانګه کې کړي دي.
نوموړی دمګړی له يو خصوصي انستيتوت سره د ژباړې په برخه کې بوخت دی.
د ياران وېبسايټ څخه يې هر اړخيزې ليکنې او ژباړې لوستلی شئ.
په یاران کې د عزیز پردیس د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق یوازې له یاران سره خوندي دی