سیاست

برعکس پایله: اندونیزیا کې د سولې ناسته؛ د افراطیت تربیون !

لیکنه: ياران

لیکنه: ارشاد رغاند

اندونیزیا څو ورځې مخکې د افغانستان د جګړې په اړه د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا د یو شمېر مطرحو دیني عالمانو د کنفرانس کوربه و.

د دې کنفرانس لپاره له میاشتو راهیسې افغان حکومت او سولې شورا د ولسمشرانو تر کچې له اندونیزیا سره اړیکې او ګډې هڅې پراخې کړې وې.

په دې ترڅ کې د اندونیزیا ولسمشر او مېرمنه یې له یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکیو سره کابل ته راغلي وو، چې د فوق العاده هرکلي ترڅنګ یې افغان حکومت د سولې په اړه دا هڅې د خپلو تر ټولو لویو لاسته راوړنو په کتار کې شمېرلې.

اوس چې دغه کنفرانس وشو او د لګښتونو، وخت او انرژۍ له پلوه پراخ امکانات ورته ځانګړي شول، پایله یې څه وه، یا کیدای شي؟

د سولې کنفرانس که د افراطیت تربیون؟
په یاد شوي كنفرانس کې د افغان حکومت او سولې شورا د افرطي خوشبینۍ برعکس پاکستاني دیني عالمانو په افغانستان کې د روانې جګړې د غندنې پرځای د کنفرانس له تربیون څخه د افراطیت د لا تبلیغ لپاره ممکنه او ضمني ګټه واخیسته.

پاکستاني عالمانو په دغه کنفرانس کې له وسله والو طالبانو غوښتي، چې د افغان حکومت د سولې غږ ومني او د جګړې د پای ته رسولو ترڅنګ مذاکرې ته حاضر شي.

دغو دیني عالمانو همدا شان په ځانمرګو بریدونو او نورو وسله والو پېښو كې د ملکیانو تلفات غندلي او د مخنیوي غوښتنه یې کړې ده.

پورتني ټکي ټول هغه څه دي، چې په مختلفو بڼو پخوا هم پاکستان مطرح کړي. د بېلګې په ډول: پاکستاني چارواکو د دغو دیني عالمانو له غږ پرته هم ظاهراً د سولې د هڅو ملاتړ کړی، وخت په وخت یې د ملکي تلفاتو لرونکو پېښو غندنه کړې او هم یې پر وسله والو طالبانو د سولې د خبرو غولونکی غږ کړی دی.

له دې كبله په دې كنفرانس کې هغه توقع پوره نه شوه، کومه چې یو مخ د روانې جګړې د حرام والي په اړه وه.

په پښتو ژبه د یاد کنفرانس د پریکړه لیک ویډیو؛

ناسم انتخاب؛
د سولې هڅې سمه ده، چې پراخ نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري، خو اندونیزیا ته په دې برخه کې د افغان حکومت مخ اړول له هغو هڅو سره چندان توپیر نه لري، کومې چې د خپلې واکمنۍ په وروستیو کې وروستي کمونیست پلوه ولسمشر ډاکټر نجیب الله کولې.

ډاکټر نجیب هغه مهال له افغان مجاهدینو سره د سولې هڅو د بریالیتوب لپاره یو شمېر داسې اسلامي هېوادونو ته مخ واړوه، چې د افغانستان خلک او حتا سیاسي قشر یې له نامه سره لږه اشنایي لرله.

د اندونیزیا په اړه هم که ووایو، چې یو ناسم انتخاب و، تېروتي به نه یوو . ځکه دغه هېواد په اسلامي نړۍ کې د بې طرفۍ او نا متنازع رول باوجود پر افغانستان او پاکستان چندان اغېز نه درلود/ نه لري.

پایله؛
داسې ښکاري، چې اوسنی حکومت هم د ښاغلي کرزي د حکومت په شان د سولې له جدي مسئلې سره سطحي او سلیقوي چلند کوي. په دې برخه کې دلایل ګڼ او د پرتلې موارد ډېر دي. د سولې شورا اوس هم هماغه ډول سربداله او له هغو امتیازي معاش خورو ډکه ده، چې حکومت یې په بل ځای کې له خپل مخالفته نه شي کرارولی.

د سولې او جګړې په اړه د حکومت دریځونه لا هم سم واضح او باثباته نه دي، یوه ورځ طالبان او نورې مخالفې ډلې په یوه او بله ورځ په بل نامه یادیږي او تردې بده لا دا چې تر پخوا اوس د سولې په اړه سیاسي اجماع ډېره کمزورې شوې او د سولې هڅې نورې هم پراګنده شوي دي.

که هرڅه همداسې روان وي، د دې خوشبیني سخته ده، چې د سولې هڅې کومه پایله ولري.

د سولې هڅو د کامیابولو او ریښتیني کولو لپاره ضرور ده، چې حکومت په دې اړه پر ټولو هڅو له سره بیا کتنه وکړي او د سولې شورا او نورې همکارې ادارې ټولې اصلاح، واقعي او با ظرفیته شي !

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران