اقتصاد

بدې ورځې او پرې د بریالي کیدو لارې چارې

ژباړه: غازي عابد

۱- د ژوند سختې ورځې او شیبې له موږ سره مرسته کوي چې د ښو او ارامو شیبو قدردانی وکړو. یعنې کله چې موږ له ستونزو سره لاس او ګریوان شو، نو بیا له دې کړاوونو وروسته د بې ستونزو او ارامو حالاتو قدردانی کوو او سالمه ګټه ترې اخلو.

۲- که هر ډول بدو او خرابو حالاتو سره مخ شوئ، بیا هم هڅه وکړئ چې له دې بدو حالاتو زده کړه وکړئ او د زده کړې فرصتونه له لاسه ورنه کړئ.

۳- دا ستاسې په واک کې خبره ده چې د ژوند سړې او تودې مو مات کړي او که نه پرې بریالي شئ، که هر څوک دا پریکړه وکړي چې سختو ته به تسلیم نه شم نو باوري خبره ده چې د ژوند ستونزې به یې خنډ نه شي.

۴- دا درسره قبوله کړه او چمتو اوسه چې په ژوند کې به سختې شپې ورځې راځي، که چیرته له وړاندې همداسې چمتو اوسۍ، نو بیا د هر ډول ستونزو راتګ په مقابل کې دریدلی او کنټرولولی يې شۍ.

۵- وفاداره، باهمته او پراخه سینه لرونکی اوسه، که داسې اوسئ، نو د هر ډول بدو او سختو حالاتو او شرایطو اغیز به درباندې کم وي.

۶- په یاد ولره چې ستونزې او بدې ورځې راتلل د ژوند یوه برخه ده، که دا ومنې، نو د ستونزو په مقابل کې به ډیر ونه ځوریږئ او اغیز به یې هم درباندې کم وي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */