اقتصاد ژوند او ژواک

اعتماد او باور د ژوند په هر ډګر کې مهم دی، خو څنګه باور رامنځ ته کیږي؟

 

په کار، شراکت، مالي مسایلو، دفتر او اداره کې د کارکوونکو ترمنځ اعتماد مهم دی.

هغوی، چې پر یو بل اعتماد نه لري، شرکت، اداره او کمپنۍ یې په هېڅ توګه پرمختګ نه شي کولای.

خو پوښتنه داده، چې اعتماد څنګه منځ ته راځي؟ یوازې پر بل چا اعتماد وکړو او که نور هم پر ځای باوري کړو؟

که تاسې په هره ناسته او مجلس کې د یوچا غیبت کوﺉ، سپکاوی یې کوﺉ، یا ملنډې پرې وهئ، څه فکر کوﺉ، چې هغوی پر تاسې باور کوي؟

ډېر داسې کسان پیدا کیږي، چې په هره ناسته کې د خپل رییس، مدیر، یا تر لاس لاندې کارکوونکو غیبت کوي. پرون له همداسې یوه شخص سره مخ شوم. د خپل رییس خویونه او وړتیاوې یې په صفر کې ضربول، خو دې ته یې پام نه و، چې دی په خپله په دې غیبتګویي څومره زما پر وړاندې بې اعتباره شوی دی.

زه یو داسې مدیر پېژنم، چې خپلو کارکوونکو ته مخامخ نه وايي، چې دا کار دې غلط کړی دی. کارکوونکي خپل دفتر ته ور غواړي، یا برېښلیک ورته کوي، یا یې پر سر ولاړ وي او ورته وايي، چې که دا څېز داسې شي، ښه به رانه شي؟ دغه چلند په دفتر کې د مدیر اعتبار خورا لوړ کړی دی.

د اعتماد معنا همداده، چې مقابل اړخ په خپلو اړیکو کې تاسې ته زیان نه در رسوي.

اعتماد او باور دوه اړخیز دی. که مقابل اړخ پر تاسې باور ونه لري، د اعتماد اومړی تار شلیږي. څومره، چې موږ اعتمادي ملګري او فضا ولرو، په همغه کچه مو د فکر، نظر او چارو ملاتړ ډېریږي. اعتمادي کسان تاسې ته په چارو کې د ښه او بد مشوره درکوي. د هغوی پرېکړه او قضاوت ستاسې پر ګټه ولاړ دی.

ستاسې یو صمیمي ملګری په چارو کې خورا پرمختګ کوي او په ټولنه کې ښه ځای مومي. که تاسې له نوموړي سره سیالي کوﺉ او په پرمختګ یې بخل درځي، اعتماد مو ترمنځ نه پاتې کیږي. هېڅکله کوښښ مه کوﺉ، چې د اعتماد پر وړاندې پېښېدونکی خنډ پرځای پریږدﺉ. څومره، چې ژر کیږي مقابل اړخ وپوهوﺉ، چې « ددغه او هغه سوء تفاهم» له امله مو اړیکې ترینګلې شوې دي. ډېرځله به تاسې لیدلي وي، چې دوه ملګري د درېیم مخرب کس له امله په وړه خبره د یوه او بل دښمن ګرځي او په یوه نه پخلا کېدونکي برخلیک اوړي. د دوستانو او اعتمادي کسانو ترمنځ، چې بې اعتمادي رامنځته کیږي، د عقدې بڼه خپلوي او حتا دوه کسان دښمنۍ ته اړباسي.

ځینې کسانو ته کېدای شي دا پوښته پیدا شي، چې اعتماد ته څه اړتیا ده؟

له اعتماد پرته ژوند ستونزمن دی، ځکه که یو څوک پر خپلو وړتیاوو، ظرفیت او شخصیت اعتماد ونه لري، په ژوند کې پرمختګ او وده نه شي کولای. که تاسې پر دوکاندار باور ونه لرﺉ، چې خوراکي توکي یې زهرجن نه دي، کله هم څه نه ترې پېرﺉ. که تاسې پر شرکت او برانډ اعتماد ونه لرﺉ، کله یې هم تولیدات نه پېرﺉ، دا ټول عوامل ددې سبب ګرځي، چې موږ په ځان او نورو کې اعتماد ولټوو.

تاسې به ډېر داسې کسان لیدلي وي، چې په غونډه او مېلمستیا کې په لومړنیو کتارونو کې نه کښیني، ځکه هغوی پر خپل ځان باور نه لري. که غواړﺉ په ځان کې د ویرې احساس ووژنئ، په عمل کې جرات خپل کړﺉ. څومره، چې تاسې په لومړي کتار کې کینئ، له مشرانو سره بلدیږﺉ، د خبرو فرصت مومﺉ او بالاخره یوه وړ ځای ته رسیږﺉ.
اعتماد ستاسې ځاني او ټولنیز پرمختګ کلي ده. کوښښ وکړﺉ هم پرځان او هم پر نورو اعتماد پیدا کړﺉ.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */