باهوبلي ۲ فلم تر خپریدو وړاندې ۵۰۰ کروړه هندې روپۍ ګټلي

د هندي سینما په تاریخ کې تر ټولو د ډېر لګښت لرونکي فلم باهوبلي دوهمه برخه په راتلونکې اوونۍ کې نندارنې ته وړاندې کیږي.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې ددې فلم جوړونکي د فلم تر خپریدو وړاندې ان تر ۵۰۰ کروړه هندي روپیو ډېر کاروبار کړی دی.

د بېلا بېلو رسنیو د راپورونو له مخې د فلم زیاته برخه عواید د فلم نشراتي حقوقو پلور څخه تر لاسه شوي؛ چې د فلم د ترخپریدو وړاندې ځينو ادارو اخیستي دي.

دا فلم د هندوستان په درې ژبو تیلګو، تامیل او هندي باندې پر یو وخت خپریږي.

چې د هندي ورژن حقوق يې د کرن جوهر فلم جوړولو ادارې په ۱۲۰ کروړه هندي پیسو اخیستي دي.

همدارنګه يې د تیلکو ورژن د خپریدو حقوق په ۱۳۰ کروړه هندي روپیو اخیستل شوي او تامیل ورژن يې هم ورته پیسې ګټلي دي.

فلم ته د بېلا بېلو فلمي سوداګرو پاملرنه، د فلم دې برخې ته د خلکو سخته تمه او انتظار ښودل شوای دی.

د باهوبلي لومړۍ برخه په ۲۰۱۵ کال کې خپره شوې شوه چې د لیدونکو له خوا يې سخت تود هرکلی شوی و او د بلې برخې يې انتظار يې کاوه.

باهوبلي په تېر کې د هندوستان د یو مشهور جنګ کیسه کوي. د فلم مرکزي رول د جنوبي هندوستان نامتو فلمي ستوری پرباس لوبوي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */