سپورټ

ایم سي سي کلب په نیپال او هالینډ په لارډز کې د لوبیدو زیری وکړ!

د کرکټ نړیوالې شورا او د کرکټ لوبې لپاره د قوانینو جوړونکي (MCCیا میرلیبیون کرکټ کلب د نیپال او هالینډ د کرکټ ملي لوبډلو لپاره د انګلستان په لارډز تاریخي کرکټ لوبغالي کې د درې اړخیز سیریز اعلان وکړ.

دغه کلب نن خبر ورکړ، چې د نیپال او هالینډ سره به یو ځای د روان کال د جولايي میاشتې په ۲۹ مه نیټه ۳ شل اوریزه لوبې د لارډ په لوبغالي کې ترسره کړي.

تر ټولو جالبه خو لا دا چې ۳ واړه ۲۰ اوریزه سیالۍ په همدغه ۲۹ مه نیټه په یوه ورځ کې ترسره کیږي، چې لمړۍ لوبه به د ورځې په ۱۰ او وروستۍ لوبه به په ۴ نیمو بجو سره پیل شي.

 د میرلیبیون کرکټ کلب مشر جان سټیفن سن ویلي دي، دوي خوښ دي، چې دواړه لوبډلې به د انګستان لارډز لوبغالي کې یوه تاریخي ورځ ولري، لکه څنګه چې تیر کال د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د دغه لوبغالي څخه لیدنه وکړه.

 د نیپال لوبډلې لوبډلمشر پاراس خادکا د (ام سي سي) کلب د مشر جان سټیفن سن څخه مننه کړې ده، چې دوي ته یې په دغه تاریخي لوبغالي کې د لوبیدو چانس برابر کړی دی.

 دواړو هالینډ او نیپال د کرکټ ملي لوبډلو ته په دې وروستیو کې د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د یو ورځینیو ۵۰ اوریزه سیالیو درجه ورکړل شوه، چې د نیپال لوبډلې د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو کې د هانګ کانګ او پي ان جي لوبډلو ته په ماتو ورکولو سره دغه امتیاز ترلاسه کړ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی