نړیوال کرکټ

ایرلینډ په دویمه ۲۰ اوریزه سیالۍ کې نن د هندوستان خلاف لوبیږي

 

د ایرلینډ په دوبلین ښار کې د میلمه هندوستان او کوربه ایرلینډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د لمړۍ ۲۰ اوریزه سیالۍ، چې پکې هندۍ لوبډلې بریا خپله کړې وه، نن بیا دواړه لوبډلې په دویمې ۲۰ اوریزه سیالۍ کې سره مخامخ دي.

د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ایرلینډ په دوبلین ښار کې دوه ۲۰ اوریزه کرکټ سیالۍ پلان شوې وې، چې لمړۍ لوبه یې د هندۍ کرکټ ملي لوبډلې په ګټه پای ته رسیدلې ده، خو په ننۍ لوبه کې به ایرلینډۍ لوبډله د خپلې تاریخي بریا خپلولو ترڅنګ په خپل کوربه توب د سیریز برابرولو هڅه کوي.

سیالي به د افغانستان پر وخت د ماښآم په ۶ نیمو او د هندوستان پر وخت ۷ نیمو بجو سره پیل شي.

له دې وړاندې د تیرې چهار شنبې په ورځ هندۍ لوبډلې په لمړۍ ۲۰ اوریزه سیالۍ کې د ایرلینډ خلاف ۲۰۸ منډې جوړې کړې وې، چې په ځواب کې یې د ایرلینډ کرکټ ملي لوبډله یواځې په ۱۳۲ منډو جوړولو سره توانیدلې وه او د ۷۶ منډو په توپیر سره یې ماتې خوړلې وه.

په روان سیریز کې د هندوستان لپاره روهیت شرما د ۹۷ او شیکر ډاون د ۷۴ منډو سره مخکښ توپ وهونکي دي، خو په توپ اچونه کې د هندۍ لوبډلې لخوا کولدیف یاداو او د ایرلینډ لخوا پیټر چیس په یوه لوبه کې د ۴ لوبغاړو په سوځولو سره مخکښ ویکټ اخیستونکي شمیرل شوي دي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی