سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

ایرلینډ له خپل سیال افغانستان څخه مخکې روان دی 

 د ۲۰۱۷ م کال جون میاشت کې د دویمې درجې مخکښه هيوادونو دوه سر سخته سیالانو افغانستان او ایرلینډ د کرکټ ملي لوبډلو د کرکټ نړیوالې شورا سره په مواقت ډول بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ او د لمړۍ درجې هیوادونو په قطار کې ودریدل.

 د کرکټ نړیوالې شورا لخوا دواړو هېوادونو ته د ۳ کلونو لپاره په ازمایښتي ډول موقت بشپړ غړیتوب ورکړل شوی دی، چې په دغه موده کې به د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د وړاندې شوي شرایطو په پوره کولو سره دغه امتیاز په اوږد مهال بدلیدلی شي.

 یو له دغو شرایطو څخه د لوبډلې د سیالیو ترسره کول او د هغې ارزونه ده، چې یوه لوبډله باید د بشپړ غړیتوب لرونکو هېوادونو پر وړاندې ښې سیالۍ ترسره کړي.

 د دغې شورا لخوا د دواړو هېوادونو کرکټ بورډونو ته دا صلاحیت ورکړل شوی، تر څو د نورو بشپړ غړیتوب لرونکو لوبډلو هېوادونو د کرکټ بورډونو سره د سیالیو ترسره کولو توافق ته سره ورسیږي.

 ایرلینډ لا د وړاندې د خپلې لوبډلې غم خوړلی دی، د هندوستان، هالینډ، سکاټلینډ او افغانستان سره یې ټولې ۱۱ لوبې برابرې کړې دي، په داسې حال کې چې افغان لوبډلې ته د بنګله دیش خلاف د ۳ شل اواریزه سیالیو پرته د بلې هیڅ کومې سیالۍ څرک نه ښکاري.

د ایرلینډ خلاف ۳ شل اوریزه او ۳ پنځوس اوریزه سیالۍ هم د ایرلینډ په غوښتنه او کوربه توب سره ترسره کیږي، چې پکې افغان لوبډله یوازې میلمنه ده.

 د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د راتلونکې اګسټ میاشتې وروسته د ۲۰۱۹ م کال د جون میاشتې تر لمړۍ نیټې پورې هیڅ کومه نړیواله لوبه نلري.

 افغان کرکټ بورډ حتمي باید د ملي لوبډلې لپاره د رخصت په دغه ۱۰ میاشتنۍ دوره کې د بېلابیلو هېوادونو سره سیالۍ برابرې کړي، ځکه چې د افغان لوبډلې لپاره د ۳ کلونو بشپړ غړییتوب هم د همدغه ۲۰۲۰ م کال د جون میاشتې پورې دی.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی