سپورټ

ایرلینډ د ټیسټ کرکټ پیل په ماتو سره وکړ؛ خو کیون اوبراین پکې نړیوال ریکارډ ثبت کړ 

 د پاکستان او ایرلینډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په لمړنۍ تاریخي ټیسټ سیالۍ کې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې په لمړۍ توپ وهنه کې د فهیم اشرف د ۸۳ او اسد شفیق د ۶۲ زیاتو منډو جوړلو سره ایرلینډ ته د لیډ اخیستو یا مخکې والي په موخه ۳۱۰ منډې جوړې کړې، خو ایرلینډ لوبډلې په لمړۍ ځوابي پاڼۍ کې د پاکستان خلاف ښه لوبه ونکړه او ټوله لوبډله یې په ۱۳۰ منډو سره وسوځیده.

 ایرلینډ د پاکستان لخوا د باقي شویو منډو د پوره کولو په موخه دویم ځل تعقیبي بیټینګ پیل کړ او دویم ځل توپ وهنه یې تر ۳۳۹ منډو ورسوله، چې پاکستانۍ لوبډلې ته یې د بریا خپلولو په موخه د ۱۶۰ منډو هدف ورکړ.

 پاکستانۍ لوبډلې د ایرلینډ لخوا تعین شوی هدف د لوبې په ۴۵ م اور کې د خپلو ۵ لوبغاړو په سوځیدو د امام الحق د ۷۴ او بابر اعظم د ۵۹ منډو جوړلو سره پوره کړ او ایرلینډ ته یې په لمړۍ تاریخي سیالۍ کې ماتې ورکړه.

 په دغه سیالۍ کې ایرلینډی کیون اوبراین یادګاري لوبغاړی ثابت شو، چې د پاکستان خلاف په لمړۍ سیالۍ کې یې سلیزه ووهله او د کرکټ په تاریخ کې ۴ م لوبغاړی شو، چې په لمړۍ ټیسټ لوبه کې سلیزه جوړوي.

کیون اوبراین په لمړۍ پاڼې کې د ایرلینډ په ګټه ۴۰ او په دویمه پاڼۍ کې ۱۱۸ منډې جوړې کړې او په ټوله لوبه کې د ۱۵۸ منډو په جوړلو سره بریالی شو، چې په همدغه اساس د لوبې غوره لوبغاړی هم وټاکل شو.

له دې وړاندې کیون اوبراین د ۲۰۱۱ م کال د کرکټ نړیوال جام په سیالیو کې د انګلستان خلاف لمړۍ تاریخي سیلزه جوړه کړې وه او خپله لوبډله یې د کرکټ په تاریخ کې د لمړي ځل لپاره د انګلستان خلاف بریا ته رسولې، خو دا ځل د سلیزې جوړلو سره د لوبډلې په بریالي کیدو کې پاتې راغی.

د کرکټ نړیوالې شورا سره د افغانستان ترڅنګ ایرلینډ هم په یو ځای په تیر ۲۰۱۴ م کال کې د ۳ کلنو لپاره په مواقت ډول بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ، چې په دغه موده کې به د سیالیو د ارزونې او د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د وړاندې شویو شرایطو تطبیق کولو ته په کتو دغه موده په اوږد مهال سره بدله شي.

د یادونې وړ ده، چې له دې وروسته په راتلونکې جون میاشت کې افغانستان هم د خپل ټیسټ کرکټ تاریخ د هندوستان خلاف پیلوي، چې دواړه لوبډلې به د جون په ۱۴ مه نیټه په لمړۍ تاریخي ټيسټ سیالۍ کې سره مخامخ شي.

 

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی