سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

ایرلینډ ته د افغانستان له لورې پرلپسې ماتې

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ایرلینډ په سفر کې د ۲۰ اوریزه سیالیو د لړۍ وروسته د درې ۵۰ اوریزه سیالیو د سیریز پیل هم په بریا سره وکړ. 

افغان لوبډلې په دې لمړۍ سیالۍ کې د ایرلینډۍ لوبډلې په بلنې لمړۍ توپ وهنې ته را مخته شوه او د لوبې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې یې د خپلو ۹ لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۲۷ منډې جوړې کړې. 

ایرلینډۍ لوبډلې د لوبې تر وروستیو اورونو مقاومت وکړ، خو په ۴۹ م اور کې یې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځيدو ۱۹۸ منډې جوړې کړې او د ۲۹ منډو په توپیر سره یې ماتې ومنله.

په سیالۍ کې د افغان لوبډلې لخوا ګلبدین ناییب ۶۴، حشمت الله شاهدي ۵۴، رحمت شاه زرمتي ۲۹ او لوبډلمشر اضغر ستانکزي ۲۵ ډیرې منډې جوړې کړې، خو بلخوا د ایرلینډ د کرکټ ملي لوبډلې لپاره انډیریو بالبیرني ۵۵ او ګیري ویلسن له نورو توپ وهونکو زیاتې ۳۸ منډې جوړې کړې.

د ایرلینډ د کرکټ ملي لوبډلې لخوا تیزو بالرنو تیم مرتاغ ۴ او بایډ رینکین ۳ افغان لوبغاړي وسوځول، خو د افغانستان لخوا افتاب عالم، محمد نبي عیسی خیل او راشد خان په دوه دوه ویکټو اخیستو مخکښ بالران وو.

افغانستان د ایرلینډ خلاف د درې ۵۰ اوریزه سیالیو په لړۍ کې په دې لمړۍ بریا سره ۱ د صفر مقابل کې مخکې والی خپل کړ، خو که په دویمه سیالۍ کې هم بریا خپله کړي، نو له کوربه ایرلینډ څخه به د روان سفر دویم سیریز هم وګټي.

له دې وړاندې د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د تیر ۲۰۱۷ م کال په وروستۍ ډیسمبر میاشت کې د درې ۵۰ اوریزه سیالیو په سیریز کې ایرلینډ کوربه افغانستان ته په متحده عربي اماراتو کې ۲ د ۱ مقابل کې ماتې ورکړې وې، خو له هغې وروسته یې له ایرلینډ څخه هیڅ کومه یوه سیالي نه ده بایلله. 

د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دویمه ۵۰ اوریزه سیالي به د راتلونکې چهار شنبې په ورځ د ایرلینډ په بیل فاسټ همدې لوبغالي کې ترسره شي او وروستۍ لوبه به یې د جمعې په ورځ د روانې اګسټ میاشتې په وروستۍ ۳۱ مه نیټه پای ته ورسیږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی