ټولنیز ژوند ژوند بڼه

ایا ټرمپ ریښتیا هم لیونی دی؟ د سپینې ماڼۍ ډاکترانو يې معاینه کړې

لیکنه: شریف شاهین

د امریکا د ولسمشر د ذهني سلامتیا په اړه وروسته له هغې ګڼې پوښتنې راولاړې شوې، چې د شمالي کوریا په اړه يې مسلسل او توند ټویټونه وکړل.
د سپینې ماڼۍ ډکترانو د سه شنبې په ورځ رسنیو سره په خبر کې د متحده ایالاتو د جمهور رییس ډونالډ ټرمپ عمومي او رواني وضعیت بلکل ښه وباله او زیاته يې کړه، چې د ولسمشمر ټرمپ د روغتیا په اړه د انديښنې وړ کومه موضوع نشته.
د سپینې ماڼۍ د ډاکترانو مشر نیوي جاکسن ویلي، چې د ولسمشر عمومي وضعیت يې د جمعې په ورځ معاینه کړ او پایلې يې ښيي، چې بلکل نارمل دی.
جاکسن زیاتوي: “ما هیڅ داسې ونه موندل، چې وښيي ولسمشر دې کوم دماعي مشکل ولري.”

د سپینۍ ماڼۍ د ډاکټرانو مشر
(د ولسمشر خاص ډاکټر)

جاکسن چې له ۲۰۱۳ کال راهیسې د سپینې ماڼۍ د ډاکترانو مشرې ورترغاړې ده، ویلي يې دي، چې د ولسمشر ټرمپ په خوښه يې د هغه د روغتیا معاینه وکړه.
جاکسن وايي، چې ولسمشر په خپلو خبرو کې پریکنده او غوڅ دی، او تکراري خبرې نه کوي.
ولسمشر ټرمپ ۷۱ کلن دی. ډاکتر جاکس وايي، چې د ۷۱ کلن کس په توګه که څه هم د ولسمشر وزن او د کلسترول اندازه زیاته ده، خو صحت يې بلکل د ډاډ وړ دی.
ډاکتر جاکسن وړاندې وايي، چې د ولسمشر د وینې فشار، د زړه حرکات او د سترګو دید هم نارمل دي.
د متحده ایالاتو د جمهوریس ریس په توګه، دا د ولسمشر ټرمپ لومړۍ روغتیايي کتنه وه، چې د سپینې ماڼۍ ډاکترانو ترسره کړه. د جاکسن په وینا، ۱۲ متخصیصو ډاکترانو د ډونالډ ټرمپ کتنه وکړه، او درې ساعته يې معاینې ونیول.
د ډونالډ ټرمپ پلار په ۹۳ کلنۍ او مور يې په ۸۸ کلنۍ کې مړه شول.
د ډونالډ ټرمپ د رواني وضعیت په اړه د خلکو اندیښنې له ډير پخوا نه دي. د ټرمپ بدني ژبه، د خبرو ډول او ژر په قهر کیدلو، خلک د هغه په رواني وضعیت شکمن کړي دي.
خو سپینه ماڼۍ ډاډ ورکوي، چې د معاینې پایلې د باور وړ دي، او ولسمشر لیونی نه دی.

د معایناتو جدول

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

شریف شاهین