روغه سټه ساینس او ټیکنالوژي عمومي

ایا د موبایل له دروعجن زنګ او لړزې څخه زوریږئ؟

ولي ډیر کله داسې کیږي، چې موږ فکر کوو زموږ موبایل ته زنګ دی او یا هم موږ د خپل موبایل لرړزه احساسو، خو په حقیقت کې هیڅ هم نه وي؟!

څنګه کولای شو د داسې یو حالت څخه ځان وژغورو؟!

۹۰ سلنه د موبایل استعمالوونکي له دې زوریږي، چې د موبایل په درواعجن زنګ او لړزه غولیږي.

ولي؟!

څیړونکي وايې، چې نوي تیکنالوژي په ځانګړي ډول موبایل زموږ د وجود یوه برخه کې ګرځیدلې. همدا لامل دی، چې موږ ډیر کله د موبایل دروعجن زنګ اورو.

یو شمیر نور څیړونکي په دې باور دي، چې د موبایل دروعجن زنګ اوریدل او یا يې لرزه احساسول یو ډول تشویش دی.

بله خبره دا، چې د موبایل ډیر استعمال هم د درعجن زنګ اوریدلو تشویش پیدا کوي. ځینې نور بیا په دې باور دي، چې کله هم څوک د کوم کار په اړه تشویش ولري او یا هم د چا د زنګ وهلو په تمه وي، نو د دروعجن زنګ اوریدو په ناروغۍ اخته کیږئ.

کم حوصلګي هم ددې ډول ستونزو لامل کیږي.

څنګه له دې مصیبته ځان خلاص کړو؟!

له هر څه وړاندې خپل فکر او سوچ ته مو مرکزیت ورکړئ. په یو وخت کې په هماغه یوه کار تمرکز وکړئ. د خپل طبیعت سره موازن حرکت کوئ. همیشه د هر چا د خوشالولو کوښښ مه کوئ. دا چاره تاسې زوروي.

منظم او بادسپیلنه اوسئ. کله چې هم له تفریح راګرځئ، خپل کارونه جدي ونیسئ او په دقت يې ترسره کړئ.

د څو ساعتونو لپاره خپل موبایل بند کړئ.

دا ټول به له تاسې سره مرسته وکړئ، چې د موبایل له دروغجن زنګ اوریدلو او یا هم دروعجنې لړزې احساسولو خلاص شئ.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */