ژوند او ژواک

ایا ته ځیرک یې؟ د اوښیارو او ځیرکو انسانانو څو نښې

 

لیکنه: سینان سمیت
ژباړه: غازي عابد

۱- ځیرک انسانان لنډ خو بشپړ ځوابونه ورکوي . دوی هغه اشخاص دي چې لنډې خو په دې لنډو جملو او ځوابونو کې دومره معلومات اوریدونکو او مخاطبینو ته وړاندې کوي چې ټول پرې وپوهیږي.

۲- له هنر سره علاقه لري او ځانګړی ذوق لري. یعنې ځیني وخت په خپل ذوق سره ځانته څه شی جوړوي، که دا هر څه وي، مثلاً موسیقي وي، که شعر وي، که رسامي وي او که بل کوم هنر…

۳- متوسط او نارمل خوب کوي. نه بیخي ډیره بې خوبي کوي او نه خپل قیمتي وخت په اضافي خوب نیسي.

۴- تر ډیره چوپ او خاموش وي. بې ځایه او ډیرې خبرې نه کوي.

۵- د مطالعې او لوستنې زیات مینوال وي. له کتاب سره خاصه مینه لري.

۶- د مختلفو لیدلوریو او نظرونو لیوال وي. تل هڅه کوي چې له بیلابیلو فکرونو او نظرونو خبر شي.

۷- مهارتونه زده کوي او له بیلابیلو مهارتونو په مناسب ډول سره استفاده کوي.

۸- تل تقلید او پیروي نه کوي، بلکې خپله ابتکار کوي چې خلک یې ترې زده کړي.

۹- سرکشه وي، داسې سرکشه نه چې زیان اړونکی وي، بلکې هڅه کوي تل د ستونزو په مقابل کې سر پورته کړي او هدف ته ورسي.

 

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */