کلتور او هنر

اکشي کومار وايي د ژوند پنځوسمې کالیزې ته اوښتل ورته ۲۱ کلنې ته اوښتل دي

 

د هندي سینما وتلی اکټر اکشي کومار د سیپټمبر په نهمه نیټه یعنې نن پنځوس کلن شو. هندوستان ټایمز ته په یوه مرکه کې اکشي کومار ویلي:

” که ووایم چې پنځوس کلنۍ ته رسیدلو سره هماسې ښه احساس کوم لکه د ژوند په یوویشتمه کلیزه مې چې کاوه نو ویې ومنئ. زه په دې ډیر خوشاله یم چې نه یوازې تر پنځوس کلنۍ ژوندی راورسیدم بلکې په ژوند او سینما کې خپل کار ته هم په مثبت نظر ګورم . “

نوموړې چې سویس ته د سفر په درشل کې یې هندوستان ټایمز سره دا مرکه کړې وايي، غواړي خپله کالیزه له خپلې کورنۍ سره په سویس کې د الف په غرونو کې ولمانځي.

هغه وايي د ژوند کالیزې اوس د پخوا په څیر نه لمانځي، بلکې د خپلې کالیزې په لمانځلو کې هم د خپل زوی خوښې ته ګوري ځکه هغه غواړي چې په سویس کې واورو کې لوبې وکړي او ماته هم ښايي خوند راکړي نو ځکه خپله کلیزه هلته لمانځي.

هندوستان ټایمز له اکشي کومار پوښتلي چې دده د ورزش ورځني عادت ډیرو خلکو ته د ورزش انګیزه ورکړې، په پنځوس کلنۍ کې یې د خپل ورزش لپاره او خپلې روغتیا په اړه څه نوې پریکړې کړي؟

د هند د سینما دا وتلی اکټر یې په ځواب کې وايي: ” زوی سره مې ژمنه کړې چې ماجرايي رخصتیو ته به یې زیات بیایم. میرمنې سره مې ژمنه کړې چې پر خوړو به نور ډیر شخوند وهم او سم به یې ژویم، له لور سره مې ژمنه کړې چې زه به ځان قوي ساتم څو هغه هر هغه غره ته چې ورور یې ورخیژي په خپله غیږه کې پورته کړم، او له خپل روزونکي سره مې ژمنه کړې چې پنځوس کلنۍ ته له رسیدو وروسته به تمرین نه پریږدم “

د اکشي کومار میرمن ټوینکل کهنه پر خپل انسټاګرام دا عکس خپور کړی او ورسره یې لیکلي: پلار او زوی په پخلنځي کې میلمنو ته ماښامنۍ پخوي. ما خپل هلکان سم روزلي 🙂

اکشي کومار د هندي سینما یو له ډيرو بوختو اکټرانو څخه دی چې تر نورو زیات فلمونه جوړوي. نوموړی له شاه رخان او سلمان وروسته په هندي سینما کې تر نورو د ډیرو پیسو ګټونکی هم دی.

د هند د سینما دا وتلی اکټر د نړۍ په کچه هم د لسو هغو سینمايي لوبغاړو په ډله کې دی چې په فلمونو کې د کارکولو له درکه تر ټولو ډیرې پیسې تر لاسه کوي.

تیر کال د اکشي کومار لپاره ښه کال و. نوموړې په دې کال کې څه کم ۳۶ میلونه ډالر ګټلي دي، او په دې توګه یې د هندي سینما د ډیرو پیسو ګټونکو لوبغاړو لیست کې دریم ځای خپل کړی. جولي ایل ایل بي، هاوس فول ۳ او روستم د نوموړې هغه فلمونه دي چې په کې یې ډیرې پیسې ترلاسه کړي. نوموړې په نړیوال لیست کې لسم ځای خپل کړی.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */