کلتور او هنر

اکشي کمار د شوټینګ پر مهال ټپی شوی

د هندوستان د فلمونو ایکشن هيرو اکشی کمار د فلم د صحنو ډکولو پر مهال سخت ټپی شوی دی او ډاکټر ورته د استراحت مشوره ورکړې ده.

اکشي را روان فلم ایکشن فلم دی او دغه فلم یې د ۱۸۹۷م کال د جګړو کیسه بیانوي، چې د شوټینګ پر مهال یې اکش کمار ټپی شوي، خو نوموړي لا هم خپل کار ته دوام ورکوي سره له دې چې ډاکټر ورته د زیات استراحت مشوره ورکړې.

اکشي کمار د هغو فلمي ستورو له ډلې دی چې لا هم د هندوستان سربېره د نړۍ په نورو هېوادونو کې هم زیات شمېره مینوال لري.

اکشي کمار د وخت زیات خیال ساتي او د خپل مسلک سره زیاته مینه لري.

د رسنیو د راپور له مخې اکشي د نورو فلمو ستورو پشان کار ځای ته ناوخته نه راځي او دا هغه اداکار دی چې د شوټینګ لپاره وختي راځي او بیا د نورو کارکوونکو لپاره انتظار باسي، تر څو ټول پوره شي او د صحنو پر ډکولو پیل وکړي.

له نورو فلمي ستورو زیات وخت داسي شکایت اوریدل کیږي چې د فلم جوړولو عمله وروسته ساعتونه ـ ساعتونه انتظار باسي، تر څو د شوټینګ ځای ته ولاړشي او کار وکړي.

ویډیو؛

د راپور له مخې همدغه د وخت پابندي او د فلم جوړولو سره د اکشي کمار شوق د دې لامل شوی چې نوموړی د کامیابو فلمي ستورو په قطار کې دی.

سره له دې چې اکشي کمار له ډېر پخوا راهیسي فلمي نړۍ کې کار کوي، خو لا یې هم خپل مینوال له ځانه خوشحاله ساتلي او خپل ځای یې چاته نه دی پریښي.

کمار په دې هم مشهور دی چې نوموړي په عجیبو او دلچسپه موضوعاتو فلمونه ډکوي داسې چې د چا خیال او فکر هم ورته نه اوړي.

تازه خبر دادی چې نوموړي د خپل نوي فلم (کیسري) پر ډکولو مصروف دی، د شوټينګ پر مهال د جنګ د صحني د ډکولو پر مهال اکشي کمار ټپي شوی.

راپورنه وایې چې د شوټینګ پر مهال د اکشي کمار غاښونو صدمه لیدلې او فکر کېده چې فلم به د نامعلومې مودې لپاره وځنډیږي، خو داسې ونشوه او کمار د ټپي حالات سره د فلم ډکولو ته ادامه ورکړه.

خبر زیاتوي چې ډاکټر نوموړي ته بېرته ممبئ ته د تګ مشوره ورکړې وه، تر څو هلته ارام وکړي او وروسته بیا خپل کار ته وګرځي، خو د ټپ سره بیا هم اکشي شوټینګ لغوه نکړ او د فلم ډکولو سره یې خپله مینه وښوده.

باید یاده شي چې اکشي کمار اوس مهال د خپل نوي فلم (کیسري) په جوړولو بوخت دی، فلم یې د ۱۸۹۷م کال جګړو باندې جوړيږي، چې فلم کې به اکشي د وخت د حوالدار ایشور سنګهـ رول ولوبوي.

په همدغه فلم کې د اکشي کمار تر څنګ پرینیتي چوپړا مرکزي رول لري، فلم به راتلوونکی کال د هولي جشن پر مهال د سینما پر پردو نندارې ته وړاندې شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی