سپورټ

اډلایډ سټرایکرز د بیګ باش اتله شوه

د اسټرالیا د کورني کرکټ بیګ باش ۲۰ اوریزه تجارتي سیالیو ۷ م پړاو د اډلایډ سټرایکرز په اتلولۍ خپلولو سره پای ته ورسیدې.

د بیګ باش په دغه ۲۰ اوریزه تجارتي کرکټ سیالیو کې د آډلایډ سټرایکرز، بریسبان هیټ، هوبرټ هریکنز، ملبرن رینګیډز، ملبرن سټارز، پیرت سکارتچرز، سډني سیکسرز او سډني تندرز لوبډلې شاملې وې، چې پای لوبې ته یې د لمړي ځل لپاره د اډلایډ سټرایکرز او دړویم ځل لپاره د هوبرټ هریکنز لوبډلې ورسیدې.

د پای لوبې په دې مهمې سیالۍ کې اډلایډ سترایکرز لوبډلې د خپلو دوه لوبغاړو په سوځیدو په ټاکلو ۲۰ اورونو کې ۲۰۲ منډې جوړې کړې، خو هوبرټ هریکنز تر وروستیو پورې د ۵ لوبغاړو په سوځیدو ۱۷۷ منډې جوړې کړې او سیالي یې د ۲۵ منډو په توپیر سټرایکرز لوبډلې ته وبایلله.

د اسټرالیا د کورني کرکټ غوره لیګ یا بیګ باش ۲۰ اوریزه تجارتي سیالۍ د لمړي ځل لپاره د ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ ترسره شوې، چې پکې سډني سیکسرز لوبډلې اتلولي خپله کړه.

د بیګ باش تجارتي کرکټ د معلوماتي پاڼې د معلوماتو پر اساس تر دې مهاله د دې سیالیو اتلولي ۳ ځلې پرت سکارچرز او یو یو ځل د بریسبان هیټ، سډني سیکسرز، سډني تندرز لوبډلو خپله کړې ده او د ۷ م پړاو اتلولي د آډلایډ سټرایکرز لوبډلې په خپل نوم ثبت کړه.

د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ م کال د ۷ پړاو په دې سیالیو کې دوه افغان لوبغاړو محمد نبي عیسی خیل او راشد خان هم ګډون کړی و، چې پکې محمد نبي د ملبرن رینیګیډز او راشد خان د اډلایډ سټرایکرز لوبډلې لپاره ولوبیدل.
راشد خان په خپل شتون کې اډلایډ سټرایکرز لوبډله تر پای لوبې ور ورسوله، خو په وروستۍ لوبه کې د افغانستان او زیمبابوې خلاف د کیدونکو سیالیو لپاره متحده عربي اماراتو ته ولاړ، خو لوبډلې یې بیا هم اتلولي خپله کړه.

د کرکټ دا ۲۰ اوریزه تجارتي سیالۍ، چې د تیر ۲۰۱۷ م کال د ډیسمبر میاشتې په ۱۹ مه نیټه پیل شوې دي؛ د ۲۰۱۸ م کال د فیبرورۍ میاشتې تر ۴ مې نیټې پورې دوام وکړي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی