بریا او پرمختګ ساینس او ټیکنالوژي

ايپل کمپنۍ د روغتيايي خدمتونو په ډګر کې يو بل ګام واخېست

لیکنه: ياران

لیکنه: حامد مشواڼی

اوس د وينې فشار کتلو لپاره ډاکټر ته د تللو اړتيا نشته. اوس تاسې کولای شئ چې خپل د وينې فشار په خپل کور کې وګورئ. ايپل کمپنۍ د وينې د فشار د کتلو لپاره داسې آله جوړه کړې ده چې د ايپل کمپنۍ له ساعت سره وصل کېدای شي. د دې آلې په لايسنس کې ليکل شوي دي: (د وينې لوړ فشار يوه عامه روغتيايي ستونزه ده، خو بيا هم دا ځينې وخت بې درملنې پاتې کېږي. د ناروغيو د کنترول د مرکز د احصائيې له مخې په درېو کې يو امريکايي ځوان د لوړ فشار ناروغي لري خو يوازې نيمايي تشخيص شوي يې د مناسب تدواي لاندې دي.)

په لايسنس کې دا هم راغلي دي چې د وينې فشار اندازه هر وخت ثابته نه وي. د يو کس د فشار کتلو څخه مخکې کار، د فشار کتلو په وخت کې د بدن موقعيت، الکول او کافين، او ذهني سترس د فشار په اندازه کې تغير راوستلای شي. ايپل انسايډر ليکي دا لايسنس د يوې داسې آلې دی چې د ايپل کمپنۍ له نورو آلو لکه ساعت، او ايفون موبايل سره وصل کېدای شي.

په دې آله کې چې د يوې لاسي کړۍ شکل لري، يو د فشار اندازه کوونکی، يو کش کېدونکی ساختمان چې هغه بيا څو برخې لري، او دا دواړه بيا په يو کلک ساختمان له پاسه دي. دا آله د ايپل کمپنۍ له نوروسپکو/لاس کې وړل کېدونکو (Portable) توليداتو لکه د ايپل ساعت سره وصل کېدای شي.

حامد مشواڼی

د ايپل انسايډر د ګمان له مخې ايپل کمپنۍ غواړي په روغتيايي برخه کې هم وسايل وپنځوي چې دا به يې لومړنۍ هڅه وي. ايپل کمپنۍ په ۲۰۰۴ مېلادي کال کې هم يوه روغتيايي آله جوړه کړې وه. سږ کال د ايپل کمپنۍ څو روغتيايي پوستکالي (سافټويرونه) هم جوړکړي دي. همدا راز ايپل کمپنۍ سږ کال له ۱۲ روغتيايي خدمتونو وړاندې کوونکو سره يو تړون امضاء کړ چې د روغتيايي ريکارډونو د ثبت لپاره د ايپل له توليداتو څخه ګټه واخلي او د روغتيايي ريکارډونو سيستم ډيجيټل شي او د ناروغانو د درملنې په وخت کې له ډاکټرانو سره مرسته وکړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران