ټولنیز ژوند روغه سټه

ايا غواړئ چې زړور اوسئ او له ډاره ووځئ؟ دا لیکنه درته ضرور ده

ژباړه: محمد عزيز پردېس

زړورتوب داسې څه نه دی چې له ماشومتوبه مونږ سره وي، زړورتيا د وخت په تېرېدو او په ژوندانه کې د تجربو په ترلاسه کولو سره لاس ته راځي.

ډېری خلک بې حده د هغو مسايلو په اړه تشويش کوي، چې ښايي هېڅکله هم رامنځ ته نشي. په همدې اساس تاسو هڅه وکړئ، پرته له هغې چې ډار ولرئ؛ نوې تجربې ترلاسه کړئ.

په ډار او وېرې اعتراف وکړئ. زړورتيا دا مانا نه ورکوي چې ګواکې تاسو دې هېڅکله ونه ډار شئ، ډار به وي؛ خو بيا هم خپل مخکې تګ ته دوام ورکړئ. ډار په رسميت وپېژنئ، يانې ډار شته، خو تاسو به ورته نه تسليمېږئ. په لوړ غږ ووايئ:
(له هغه څه چې ډار او وېره لرم، کولی شم چې پرې برلاسی شم او دا ماته ډېر عادي برېښي). البته اړينه نه ده چې دا خبره له هرچا سره شريکه کړئ، يوازې همدومره بسنه کوي چې خپله مو پوه شئ او باور ولرئ.

دا ومنئ، چې هرڅه پرته له خطره نه دي. ټول هغه کارونه چې د ورځې په اوږدو کې يې ترسره کوئ – له ويښېدو نيولې تر د ماښامنۍ ډوډۍ پورې – ټول تر يو بريده خطر لري. خو ستاسو ژوند نه درېږي، نو په همدې خاطر ولې بايد ډار ولرو؟

د هغه څه په اړه چې کولی شئ کنټرول يې کړئ، تمرکز وکړئ. د ډار او وېرې سره هېڅ نشئ ترسره کولی. ډار يو احساسي – عاطفي غبرګون دی او نه بدلېدونکی دی. په همدې اساس خپل ټول پام هغه کارونو ته واړوئ چې ترسره کوئ يې، نه غير ارادي غبرګونونو ته. ډېری وخت د اشخاصو احساسات د هغوی ژوند کنټرولوي؛ د ډار او وېرې احساسات، انسان په خپل ځان بې باوره کوي او د کمزورۍ په لور يې بيايي.

الګو پيدا کړئ. که خپل ځان مو په بدو او ستونزمنو شرايطو کې احساس کړ، نو خپل ځان ته مو يو موډل يا نمونه وټاکئ؛ داسې موډل او الګو چې ستاسو په پرتله ډېر ستونزمن او سخت شرايط ولري. که يخ ووهلئ او خپه وۍ، نو داسې يو ناروغ مو سترګو ته انځور کړئ، چې سرطان وي. دا ښايي ستاسو لپاره الهام بښوونکې وي او تاسو ته زړه ورتيا درکړي.

د تاريخي زړورو شخصيتونو په اړه مطالعه وکړئ. د داسې کسانو ژوندليکونه ولولئ چې د ستونزو په کندو کې راګير ول، خو بيا يې هم خپل همت له لاسه نه دی ورکړی او دومره مبارزه يې کړې، چې په زړورتيا مشهوره شوي دي.

څېړنې ښيي، ټول هغه مسايل چې مونږ يې په اړه وېره لرو:

٪۸۷ به راپېښ نشي.
٪۷ به کله ناکله راپېښ شي.
د ٪۶ مسايلو پايلې کولی شو چې په خپله ګټه يې واړوو.

دا په دې مانا، یعنې هغه پېښې او حالات چې تاسو يې په اړه وېره لرئ؛ نه راپېښېږي. ډار پرته له احساسي – عاطفي غبرګون څخه بل څه نه دی. نو هغه څه چې په چورلټ ډول نه راپېښېږي؛ ولې ورته تشويش وکړو؟

ډېری هغه مسايل چې مونږ يې په اړه ډار لرو، نه راپېښېږي. نو اړينه ده چې په اړه يې هېڅ فکر ونه کړو او د غلطې اخېستنې يا غلط برداشت څخه بايد ډډه وکړل شي.

هېڅکله د هغه څه په اړه فکر مه کوئ، چې نه غواړئ رامنځ ته شي. که هرڅومره شرايط محدود وي، بيا هم هڅه وکړئ، چې د هغه څه په اړه فکر وکړئ چې، هيله مو ده راپېښ شي. د جذب د قانون په اساس، د هغه څه په اړه چې فکر کوئ؛ همغه به رامنځ ته شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد عزیز پردیس

محمد عزیز پردېس منځنۍ زده کړې د کندز په حضرت علي لېسه کې او لوړې زده کړې يې د کندز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي په پښتو ځانګه کې کړي دي.
نوموړی دمګړی له يو خصوصي انستيتوت سره د ژباړې په برخه کې بوخت دی.
د ياران وېبسايټ څخه يې هر اړخيزې ليکنې او ژباړې لوستلی شئ.
په یاران کې د عزیز پردیس د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق یوازې له یاران سره خوندي دی