سیاست

او کابل نن بیا بې مالکه ښار و

کابل عجیبه ښار دی، ښايي د نړۍ د ښارونو په تاریخ کې داسې کومه نادوده نه وي تیره شوې چې د پامیر په لمنه کې پروت کابل دې شاهد نه وي پاتې شوی.

دا ښار چې دا مهال یې د امنیت ساتنې لپاره پر لسګونو زرو بیلابیلو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سربیره د نړۍ د لسګونو هیوادونو سرتیري هم پر خیټه میشت دي، نن بیا له یوې خوا د مسعود د پلویانو د لنډه غرۍ شاهد و او له بلې خوا د طالب او نورو وسلوالو ډلو د انتحاري مانوریوو.

نن بیا د کابل ښار کوڅې د لنډه غرۍ او خپل سرۍ شاهدې وې، د ښار کوڅو نن یو ځل بیا خلکو ته د نجیب د رژیم له نسکوریدو وروسته د مجاهدینو د بریا غمیزه وریادوله. نن بیا د لنډه غرو هوايي ډزو کابل ښاریان وویرول، څو تنه یې په وینو ولمبول او د وحشت یوه بې سارې ننداره یې د کابل په کوڅو کې وړاندې کړه. هغه خونړۍ او ویروونکې ننداره چې په تیرو اولس کلونو کې هر کال په همدې ورځ له کوم بدلون پرته وړاندې کیږي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي لږ تر لږه لس عام کابل ښاریان د یکشنبې په ورځ د احمد شاه مسعود د پلویانو د هوايي ډزو له کبله ټپیان شوې دي. په همدې ورځ د کابل په کوڅو کې څو تنه نور د طالبانو یا داعش د بریدونو قرباني شول.

په ټولنیزو رسنیو کې ددې ښځینه عکس هم خپور شوی چې ظاهرا د جهاد او مقاومت په ملاتړ له تومانچې سره راوتلې ده.

نني غوبل ته چې په کابل کې تیر شو، د مسعود ملاتړې، او هغه چې مسعود د یو ستر او لوی فکر څښتن بولي ، هیڅ ډول توجیه نه شي ورکولی.

د مسعود وروڼه او کورنۍ، د ربانې کورنۍ، د عبدالله عبدالله حکومت شریکې ډله، امرالله صالح او نور چې ځانونه د مسعود ملګرې او یا وارثان بولې د ننۍ لنډه غرۍ په غندلو خپل ځان له دې وحشت نه شي بیلولی. دا نن د کابل په کوڅو کې راوتلي وسلوال په همدې اشخاصو او ډلو پورې تړلي کسان دی، د همدوی د قدرت سرچینې دي، او همدوی پاللي دي. نو ځکه خو د دوی د کړنو مسول همدا څیرې دي، چې کله ټول حکومت غواړي او کله نیم حکومت. دا هماغه وسلوال دي چې په کابل ښار کې د وسلوالو غلاوو، انسان تښتونکو، جنسي تیریو او نورو نا امنیو مسول دی.

د غني په مشرۍ حکومت پورې تړلي ځواکونه هم نن ډیر یې یا خپله لنډه غریو کې شامل وو او یا د روان وضیعت په کنټرول کې ناتوانه وو، حکومتي ادارو یولي چې تر سلو زیات کسان یې د هوايي ډزو په جرم نیولي، خو ددې خبرې کوم کره ثبوت نه شته چې ريښتیا نیول شوي، که نیول شوي سزا به ورکړل شي او کنه.

داسې ښکاريده لکه غني چې د ارګ دروازې نن ځان پسې تړلې وې او د خپلې ماتې ګوډې او په دروغو، مکر او هوايي ژمنو د ولاړې پاچايۍ د دوام دعاګانې یې چې کولې.

په ټولنیزو رسنیو کې هم ځینو افغانانو د مسعود او ځینو د غني ستاینې وکړې، چا د طالبانو د ستاینو ترانې وغږولې، چا د امریکا مرسته او ډاډ وغوښت او چا پاکستان او ایران ملامته کړل.

حنیف اتمر د مسعود د تلین د غونډې لومړي صف کې ولاړ ولیدل شو، یو نژدې همکار یې تواب غورځنګ د مسعود په ستاینه کې په یو اعراق امیزه پوسټ خلک حیران کړل. دا هر څه مایوسوونکي دي. ځکه موږ په یو داسې څلور لارې ولاړ یوو چې نه پوهیږو چاپسې اقتدا وکړو چې له روان وحشت څخه د وتلو لاره راوښيي. موږ چې هر چا پسې دریدلي یوو هغه تیر ایستي یوو.

دم ګړۍ خو داسې ښکاري چې په دې وطن کې هیڅ ښکیل لوری ددې ولس استازی نه دی، نه حکومت په ريښتیني معنی د افغانانو ګټو ته ژمن دی، نه امریکا او ناټو کوم رغنده پلان لري، د مسعود ملاتړو خو نن یو ځل بیا خپله څیره په څرګنده وښوده، طالبان او نورې وسلوالې ډلې خو هسې هم هر ورځ د افغان وژنو او وحشت مسؤولیتونه پر غاړه اخلې.

نن د بې مالکه کابل په منځ کې دنګ اسمايي، د ښار واټونو ته په حیرانتیا کتل، او ښايي زړه کې یې ویل: ( کابل لا هم بې مالکه او په څښتنه ښار دی)

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران