د ګټې خبرې روغه سټه

اودس کول د وینې لوړ فشار ټيټوي

لیکنه:پوهنيار سيداصغر هاشمي

الله تعالی د ټولوکائناتوخالق دی، خپله هم ښايسته اوپاک دی او ښايست خوښوي.الله تعالی له پاکوخلکوسره مينه کوي او په قرآن کريم کې يې د هغو صفت بيان کړی دی، اسلام پاکوالی او طهارت ته ډېراهميت ورکوي.

د (الطهور شطرالايمان) په الفاظوکې يې پاکوالی نيم ايمان او د مسلمان نښه ګرځولې ده، لمونځ د الله تعالی ځانګړی عبادت دی، نوله دې امله د لمانځه د اداکولومخکې اړينه ده، چې انسان خپل بدن پاک کړي، د لمانځه لپاره دا هم اړينه ده، چې د لمانځه ځای پاک وي.

د لمانځه د ادا کولو مخکې اودس کول ورته اړين شرط دی، په اودس کې په پاکواوبوانسان خپل لاسونه، خوله، پښې، او سرمسح کوي او بيا د الله تعالی د عبادت لپاره جومات ته ځي، د اوداسه حکم الله تعالی داسې بيان کړی دی:

ژباړه:
” ای مؤمنانو!کله چې تاسې لمانځه ته ودرېږئ، نوخپل مخونه، لاسونه ترڅنګلوپورې ومینځئ! پرخپلوسرونومسح وکړئ او پښې تر ښنګرو پورې ومینځئ، که چېرې په جنابت کې ياست،نو ولامبئ،که چېرې ناروغه يا په سفرکې ياست ياڅوک د حاجت د رفع کولوڅخه راشي اواوبه ونه مومي، نو له پاکې خاورې دې کار واخلې او تيمم دې وکړي اوپه خپلومخونواولاسونو دې مسح وکړي، الله تعالی نه غواړي چې په تاسې ژوندتنګ کړي، بلکې الله تعالی غواړي، چې تاسې پاک کړي او خپل نعمت پرتاسې پوره کړي، د دې لپاره چې تاسې شکروباسئ.“(المائده:۶ )

بې له اودسه لمونځ نه کېږي اودس نه يوازي د ظاهري او مخرجي اعضاوو پاکوالی دی، بلکې په دي کې حکيم ذات داسې اثراچولی چې دزياتو ناروغيوعلاج او وقايه ده، نن نوي طبي تحقيقاتوثابت کړې ده، چې دا پخپله د قرآن کريم په علمي طبي اعجاز دلالت کوي.

طبي څېړنوثابته کړې چې د اودس پر وخت خولې او پزې ته اوبه اچول کېږي . هغه څوک چې اودس نه کوي نسبتاً هغه چا ته چې اودس کوي د خولې او پزې په ګڼوناروغيومبتلاکېږي، دوی وايې هغه کسان چې اودس کوي په خوله او پزه کې يې ميکربونه کم وي اوهغه چې اودس نه کوي، په دې برخوکې يې ميکروبونه زيات وي.

څوک چې له خوبه پاڅېږي، ياکوم کس جسماني کارکړی وي او خاورې او دوړې پرې پرتې وي، نوکله چې اودس وکړي، په مخ او نورواعضاوو د بدن کې يې طراوت، رڼااو سکون پيدا کېږي، ګنګستيايې ورکېږي او په وجود کې يې نوی قوت پيداکېږي.

خواجه شمس الدين عظيمي ليکي:کله چې موږ اودس کوو نو د ګوتوله غاړو وتونکې وړانګې يوه داسې حلقه جوړوي، چې زموږ بریښنايې نظام جوړوي، يعنې په بيا بيا اودس کولو سره پر بهرنې پاکوالي سربيره د انسان ټول غړي هم پاکوي او رڼوي، په سم اودس کولوسره په ګوتوکې يوه داسې نرمي او تندرستي پيداکېږي چې د انسان دننه ټول غړي ورسره يوشان حرکت کوي.

په اودس کې خولې ته اوبه اچول اوغړغړه کول، خوله له ميکربونواو د خوړو له پاتې شونوپاکېږي، د خوندقوت پکې ډېريږي، پوزې ته اوبه اچول ډول ډول ميکروبونه له مینځه وړي او د اواز په ښکلا او ژوروالي کې ځانګړی نقش لري، د سرکاسې ته رڼا وربښي، دبدن دننه غړو ته پاکه،توده اوبرابره هوا ورکوي او هم سر، پوزه او سترګې له ميکروبي کېدو څخه ساتي، د مخ په مینځلوسره په غړوکې نرمي او ښکلاپيداکېږي، په ګرداو دوړو بندسوري خلاصېږي د سترګو عضلات، دماغ هوسا اوارامېږي.

د ننني دود تر ټولو لويه ستونزه چټلي ده، کوم ګازونه چې د موټرو، کارخونو او ماشين الاتوخارجېږي، همدغه کازونه په فضاکې په کاربن ډای اکسايد، کاربونيک اسيداوسلفوريک اسيد بدلېږي او د انسان له پوستکي سره يو ځای کېږي چې د اودس په کولو، دا ټول کيمياوي او زهروي مواد له مینځه ځي او انسان د پوستکي او حساسيت له ناروغۍ ژغوري.

د ږېرې په ويښتوکې بندې اوبه د سینې او مرۍ بندونه پياوړي کوي، د مرۍ په مسح کولود انسان په وجودکې مثبتې اغېزې پيداکېږي او د وينې لوړ فشارټيټوي، د سر ويښتان پياوړي کوي، د سرپه مسح کولواعصاب ارامېږي، د غوږونومسح زړه ته حېرانوونکې خوښي ورکوي، د پښو وينځل د شکرناروغۍ لپاره ګټوره ده.

يوطبي څېړونکی وايې: مسلمانانوته د کيمياوي کریموهېڅ اړتيانشته، په اسلامي طريقه اودس کول هغوی له ډېرو ناروغيو څخه ژغوري.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */