خواړه روغه سټه

اوبه، شین چای او شیدې غاښونه روغ ساتي

غاښونه د انسان د بدن اساسي برخه جوړوي. ښکلي غاښونه مسکا ښکلې کوي. روغ غاښونه انسان ته جسمي قوت بښي او انسان د توانايۍ احساس کوي.

بالعکس، که غاښونه مو جوړ نه وي، بویه چې جسمي او ان رواني وضعیت مو ښه نه دی. د غاښونو اهمیت ته په کتو، ډیر خلک د خپلو غاښونو ساتنه کوي. خپل غاښونه بورس کوي او وخت ناوخت مسواک کاروي.

خو ددې سربیره، دلته ځینې ساده لارې نورې هم شته، چې انسان پرې د خپلو غاښونو ښه ساتنه کولای شي.

اوبه:

اوبه د انسان د وجود د سلامتیا لپاره نه بیلیدونکې څیز دی. هر وخت له خوراک او څښاک څخه وروسته، خپله خوله په اوبو کنګال کړئ. دا چاره ستاسې غاښونه پاک ساتي.

لبنیات:

شیدې، کورت، پنیر او نور لبنیات د غاښونو لپاره ډير ګټور دي. دا خواړه ويتامینونه، منرالونه، او په زیاته اندازه کلسیم لري، چې غاښونه روع ساتي.

تازه میوجات او سبزیجات:

هغه میوجات او سبزیجات چې جوس لرونکې وي، لکه بادرنګ، هندواڼه، مڼه، ناک او یو شمیر نور د غاښونو لپاره ډیر مهم دي.

زړي:

چارمغز، بادام، او جنعوزي په زیاته اندازه ویټامینونه، منرالونه، کلسیم، اوسپنه، پوتاشیم او زینک لري. دا هم د غاښونو د سلامتیا لپاره ډير اړین دي.

شین چای:

تر ټولو ساده او اسانه طریقه د شین چای استعمال دی. چای باید نه ډير ګرم او نه هم ډير یخ وي. یوه مناسبه پیاله چای د غاښونو بکتریا له منځه وړي.

شراب، وچه میوه، خواږه څیزونه، تیزابي غذا، او اسید لرونکو مشروباتو زیات استعمال غاښونه خرابوي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */