ژوند او ژواک

اوباما ته د موسیقۍ یوې نړیوالې ادارې د کار وړاندیز کړی

د سپوټيفای( Spotify )په نوم د میوزیک یا موسیقۍ یوې نړیوالې ادارې، چې مرکز يې په نیویارک ښار کې دی، بارک اوباما ته په دغه کمپنۍ کې د کار وړاندیز کړی.

یوه نیمه اوونۍ وروسته بارک اوباما د امریکا د ولسمشرۍ څوکۍ خپل ځای ناستي ډونالډ ټرمپ ته پریږدي.

د سپوټیفای په نوم دې کمپنۍ د پلی لیسټ د مشر (President of Playlist) پوزیشن (دنده) تیره سه شنبه اعلان کړه. که څه هم د دندې اعلان کې رسما له اوباما څخه غوښتنه نه ده شوې، خو باور دی، چې دې دندې ته یواځې یو کس وړ دی، او هغه بارک اوباما دی.

کمپنۍ لیکي: ((موږ په هیله پایو او همیشه تغیر مننونکي یو. د یادې دندې لپاره یواځې هغه کس وړ دی، چې کمه تر کمه يې ۸ کاله د یو پرمختللي ملت مشري کړې وي.))

د ذکر شوې دندې په ریکوارمینټ یا ضرورتونو کې دا هم راځي، چې نوماند کس باید د هنرمندانو او میوزیکارانو سره ښې او پراخه اړیکې ولري.

د کمپنۍ مؤسس او اجرائیه مشر ډانیل ایک په خپل تویټ کې له اوباما څخه په واضح ډول غوښتي، چې په یاد بست له دوې سره کار وکړي.

ډانیل ایک لیکي: ((ښاغلی اوباما، تاسې په سپوټيفای کې د برخې اخیستو خیال درلود. ایا خبر يئ، چې موږ یو نوی پوسټ (بست) اعلان کړی؟!))

تر اوسه اوباما په رسمي ډول د دې وړاندیز شوې دندې د قبلولو او رد په اړه څه نه دې ویلي.

سپوټيفای ( Spotify ) د هنر (میوزیک) یوه نړیواله ادره ده، چې اوس مهال ن نړۍ له ۶۰ زیاتو هیوادونو کې څانګې لري.

دا ادراه د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۶ کال کې په سویډن کې جوړه شوه.

د پلي لیست د مشر یا( President of Playlists ) دنده داده، چې په نړۍ کې د کمپنۍ په ټولو څانګو په یاده برخه کې څار او کنټرول وکړي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */