سپورټ نړیوال کرکټ

  انګلیستانی تیز بالر تاریخي ریکارډ او یادګار ثبت کولو ته شیبې شماري

د انګلستان د کرکټ ملي لوبډلې تیز بالر جیمز انډرسن چې تر دې مهاله د انګلستان د کرکټ ملي لوبډلې لپاره په ټیسټ کرکت کې د تاریخ تر ټولو کامیابه بالر شمیرل کیږي، د نړیوال ریکارډ خپلولو او یاد ګار ثبت کولو ته شیبې شماري.

نوموړي د انګلستان لپاره په ټیسټ کرکټ کې تر دې مهاله ۵۵۷ ویکټې ترلاسه کړې، چې لا بل کوم یو توپ اچونکي دومره ویکټې نه دې اخیستې.

انډرسن د تاریخي ریکارډ ثبت کولو ته ځکه شیبې شماري، چې د پخواني اسټرالوي لوبغاړي تیز بالر ګلین میګرا د ۵۶۳ ویکټو څخه لا هم ۶ ویکټې وروسته پاتې دی او د ۷ نورو ویکټو په ترلاسه کولو سره به دغه یادګار تر ډیره په خپل نوم ثبت کړي.

اسټرالوي تیز بالر ګین میګرا د کرک انفو سره په خبرو کې ویلي، داسې فکر هم نه و کړی، چې بل کوم تیز بالر به د نوموړي دغه ریکارډ ته ورسیږي.

نوموړي ویلي د یو تیز بالر لپاره اسانه نه ده، چې تر ډیره په ټیسټ کرکټ کې پاتې شي، خو د انډرسن د بریا راز د توپ اچونې پر مهال د توپ وهونکي دواړو خواو ته د بال چرخونه یا سوینګ کول دی، ځکه خو نوموړی تر دې مهاله په زیاتو ویکټو ترلاسه کولو کې بریالی شوی دی، چې دا ځانګړه په هر چا کې نه وي.

میګرا ویلي، ښآيي د جیمز انډرسن دې ریکارډ ته د کرکټ په تاریخ کې بل هیڅ کوم بالر و نه رسیږي او دا کار نامه به له دې وروسته د ده په نوم پاتې شي.

انګلستانۍ لوبډله اوس مهال په لندن کې د هندۍ کرکټ ملي لوبډلې خلاف د ټیسټ لوبو په لړۍ بوخته ده، چې تر دې مهاله یې ۳ لوبې ترسره شوې دي او دوه نورې یې لا هم پاتې دي.

انګلینډی تیز بالر جیمز انډرسن به هم د هندوستان خلاف راتلونکې څلورمې ټیسټ لوبه کې، چې نن پیل شوې؛ د خپلو ۷ ویکټو اخیستو ته انتظار وي، تر څو دغه ویاړ د ځان او خپلې لوبډلې لپاره د هندوستان خلاف په خپل کور لندن کې ثبت کړي.

تر دې مهاله نوموړی د انګلستان د کرکټ ملي لوبډلې لپاره په ۱۴۱ لوبو کې لوبیدلی دی، چې پکې یې ټولې ۵۵۷ ویکټې ترلاسه کړې دي، درې ځلې یې په یوه سیالۍ کې ۱۰ ویکټې، خو ۲۶ ځلې یې په یوه لوبه کې ۵ ویکټې اخیستې دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی