کلتور او هنر

انګلستان کې د ښکلا سیالۍ ته یوه مسلمانه انجلۍ نومانده شوې

د انګلستان په برمنګم ښار کې د ارواح پوهنې برخې یوې ۲۰ کلنې مسلمانې محصلې ماریه محمود د ۲۰۱۸ کال “مس انګلینډ” (د انګلیستان ښکلا ملکې) سیالۍ ته د خپل حجاب سره ځان نوماند کړی او خلک يې حیران کړي دي.

ماریه محمود، د یو مسلمان موټر چلوونکي لور ده او هیله لري، چې د انګلستان د ښکلا ملکې تر لقب ګټلو وروسته د نړۍ د ښکلا ملکه هم جوړه شي.

نوموړې ویلي، هغه د پړوني سره د ښکلا په دې سیالۍ کې د ګډون له امله د مسلمانانو په اړه د خلکو فکر بدلول غواړي.

د ( دي میرر ) په نوم یوې برتانیوي ورځپاڼۍ سره په خبرو کې د اروا پوهنې دې ۲۰ کلنې زده کونکې ماریه محمود ویلي، مسلمانان اکثره ترهګرۍ او نورو منفي شیانو سره تړل کیږي، د همدې فکر بدلولو له پاره يې د ښکلا په دې سیالۍ کې ګډون کړی دی.

ماریې زیاته کړې، د یوې مسلمانې انجلۍ په توګه ورته د ښکلا په دې سیالۍ کې ګډون ډېره ښه تجربه ده او د پړونې پر سرولو له امله به يې هیڅوک د مخکې تګ مخه ونه شي نیولی.

د نوموړې په وینا کله چې د لومړي ځل لپاره دې سیالیو ته راغله، نو د سیالۍ چمتو کوونکي يې په لیدو خوشاله شول چې دې کار ورته نور ډاډ هم ورکړ او همدا وو چې ۳۰ نجونو ته يې په دغه سیالۍ کې ماته ورکړه او تر سیمې فاینل پورې يې لاره وکړه.

ماریه وايي، درې ورونه لري او درې واړه يې په دې برخه ملګرتیا او ملاتړ کوي او ترڅنګ يې د نورو مسلمانو کورنیو لخوا دې ته د ډاډ ورکولو له امله د هغوی مننه کړې ده.

د مس انګلیډ (د انګلیستان د ښکلا ملکې) سیالۍ به د روان کال د جولای په میاشت کې ترسره شي. که چېرې ماریه محمود دغه سیالي وګټي، نو دا به د انګلستان د ښکلا دوهمه مسلمانه ملکه وي.

تر دې وړاندې په ۲۰۰۵ کال کې ۱۸ کلنه “حمصه کوهستانۍ” لومړنۍ مسلمانه انجلۍ وه چې د انګلستان د ښکلا ملکې یا میس انګلینډ سیالي يې ګتلې وه. نوموړې له اصله ازبکستانۍ وه.

خو د ماریه محمود سره يې لوی توپیر همدا دی چې ماریه د پړونې سره په دغه سیالۍ کې نومانده ده او حمصه کوهستانۍ پرته له پړونې دغه سیالۍ ګټلې وې.

ماریه رسنیو ته په خبرو کې ویلي دي، سیمې فاینل ته رسیدلې ده او د پړوني په سرول یې د مخکې تګ مخه نه شي نیولي. په خبره يې غواړي په خپل دې کار سره په ټوله نړۍ کې د مسلمانانو په اړه د خلکو ناسم فکر بدل کړي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بريښنا ارغند