خواړه د ګټې خبرې روغه سټه

انساني وجود ته مهم ویټامینونه منابع یې او مربوطه ناروغۍ

ليکنه: ډاکټرعبدالصمد نظري

ويټامينونه د صحتمند ژوند لپاره مهم او اړين مرکبات دي . ويټامينونه د انسان په بدن کي په مختلفو تعاملاتو کي برخه اخلي د ويټامينو په شتون کي يوه ماده په بلي مادې بدليږي او د ويټامينو په نه شتون کې مختلفي ناروغۍ رامنځ ته کیږي، مختلف زهري مواد په بدن کي راټوليږي چې راټول سوي (جمعه) سوي مواد مختلفي ناروغۍ منځته راوړي . په لاندي ډول دمهمو ويټامينو څخه بحث کوم .

بي يو ويټامين (B1 (thiamine:
بی يو B1 ويټامين په بدن کي د کاربون هايدراتو په متيابوليزم کي مهم رول لري .د بی يو ويټامين کموالي مختلف سببونه لري چي يو مهم یی دالکولو استعمال (alkolizm)دي. د يو ويټامين د کموالي څخه مختلفي ناروغي پيداکيږي چه مهم يي لکه
دعصبي رشتو پورې مربوط ناروغۍ د زړه د رگو او حجرو ناروغی (Beriberi, wernicke horsakoff syndrome)
د بي یو B1 ویټامینو مهمې منابع: ماهي، لمرګلی، د غنمو ډوډۍ، شنه نخود، شنه لوبیا او ساده لوبیا دي.

د بی دوه B2 ویټامین :
د بی دوه ویټامین د نشتوالي او کموالي څخه د پوستکي ناروغي (seborreic dermatitis) په ژبه کي التهاب د خولي په اطرافو او کنجونو کې زخمونه او التهاب پیدا کیږي .
مهم غني منابع يي؛ هگۍ، مستې، شيدې، پالک، لوبيا، بادام، پنير او کنجد دي.

بی دري B3 ويټامين (B3 Niacin).:
د بی درې ويټامين تر ډيرحده دکليسترولو او تري ګليسرايدو په کښته کيدو کي، او د زړه ناروغۍ د خطر په کميدو کې مهم رول لري.

د بی درې ويټامين B3 په نشتوالي کې د پلې ګرا (pellagra)په نامه ناروغي هم رامنځ ته کیږي چي مهم نښه يي د لمر د وړانګو په مقابل کې د بدن د پوستکي ډیر حساس کیدل (photosensitive dermatitis ) دي. چې د وخت په تيريدو سره اسهال او د عصابو مشکل (dementia ) هم ورسره ملګري سي.

د بي دري ویټامین مهم منابع غوښه، هګۍ، ماهي، دچرګ غوښه، ينه (جګر) او پلي….

بي دولس ويټامين B12:
بي دولس B12 ويټامين د وجود لپاره يو اړين ويټامين دی . د B12 ويټامين د وينې د سرو کروياتو په تشکيل او د عصابو په نارمل ساتلو کي ډير مهم رول لري.
بي دولس B12 ويټامين د پوستکي , نوکانو او دويښتانو په سالم ساتلوکي هم مهم رول لوبوي.

په وجود کې د بي دولس B12 ويټامين د کموالي يا نشتوالي په صورت کې د عصابو خسارات ,د ويني کمښت (کم خوني), د هير زياتوالي , د حافظي ضعيفوالي , ژورخفګان , خستګي , د زړه ضربان , په پښو کي بي هوښي , په لاسو او پښو کي د ميږيانو حس کول , شيان په خاکي شکل ليدل او نور مشکلات رامنځ ته کيږي .

په ماشومانو کې د بي دولس B12 ويټامين کموالی په ځنډ (ناوخته) د قدم اخيستلو , په ځنډ (ناوخته) د خبري د پیلولو او نورو ستونزو سبب ګرځي .

د زاړه عمر لرونکو خلګو کي چه عمرونه د 65 کالو شاوخوا کي %40 د B12 ويټامين کموالي ليدل کيږي ځکه د هغوي دمعدي داخلي طبقه په کافي مقدار د B12 ويټامين نه شي جذبولی .

د بي دولس B12 ويټامين غني منابع. سره غوښه، ينه (جګر)، هګۍ , شيدي، پنير، ماهي …

پوليک اسيد

پوليک اسيد (folic acid): پوليک اسيد د حمل( باردارۍ) په اوله مياشت دماشوم لپاره ډير اړين او مهم دي. د ماشوم عصبي سيستم دهمدي پوليک اسيد په موجوديت کي تشکيلیږي، وده او نمو کوي که چيري پوليک اسيد کم وي دماشوم عصبي سيستم نيمګړي پاتيږي، او مختلفي په عصبي سيستم پورې تړلې مربوطه ناروغۍ (Neural tube birth defects) پېښوي.

په عمومي ډول پوليک اسيدي ښځو ته د حمل مخکې شروع کيږي او د حمل تر يوې مياشت پوري ادامه ورکول کيږي . تر يومياشت اضافه ماشوم ته گټه نه لري ځکه د ماشوم عصبي سيستم په اوله مياشت تکميل او پوره کيږي .

دپوليک اسيد مهم منابع لکه پالک ينه (جگر) شيدي د مالټي اوبه لوبيا او شلغم دي.

ويټا مین سي C ( c ascorbic acid):
په کولمو کي C ویټامین د اوسپني په جذب کي مهم رول لري همدارنګه د نزلې او زکام په مخنيوي کې، د هډوکو په پیاوړتیا کې او د سږو د میکروبي کیدو په مخنیوي کې هم د سي ویټامین ځانګړی رول لري.
پر دې سربېره، د سي ويټامين په نشتوالي کي دغاښونو ورۍ په اسانۍ وینې کیږي، پر بدن د خالونو او ټاپو په شکل د ويني سري خاپې یا نښې پيداکيږي ، هډوکي اسانه ماتيږي زخمونه او ټپونه ژر نه جوړيږي.
د ویټامین سي مهمې منابع تازه میوې دي.

اې A ويټامين(A Retinol ) :
اي A ويټامين د خولي، پزي، پوستکي او دمکوزا د غشا په ساتلوکي مهم رول لوبوي . د اي A ويټامين په نشتوالي کي اوله نښه او علايم د شپي له خوا د سترګو ديد (ځير) کمیدل یا شب کوري (Night blindness)ده . يعني د شپي له خوا شيان نه ويني همدارنګه د اي ويټامين په نشتوالي کي دبدن دفاعي سيتم کمزوری کيږي ميکروبونه اسانه پر وجود تاثير کوي او د سترګو د وچوالي او اسهال سبب هم کیږي.

ډي D ويټامين : د ډي ويټامين تر ډيره حده د لمر د وړنګو په واسطه په پوستکي کي توليديږي. که چيرې د لمر وړانګي لږ وي يا يې د یو چا ډیره ناسته ولاړه په سایه ( سیوري) کې وي په دې صورت کې باید له یوې بلې منبع څخه د ډي ویټامین ترلاسه شي. . ډي ويټامين په بدن کې د کلسيم په توازن او تنظيم کي مهم رول لري کلسيم د هډوکو اساسي برخه تشکيلوي .

د ډي ويتامين د نشتوالي څخه مختلفي د هډکو ناروغي منځته راځي مثلا په ماشومان کې د ريکيت (rickets ) چې د هډوکو د نرموالي یو ډول ناروغي ده، په لويانو کې اوستوملازي (osteomalacia) په پاخه او ډير عمر لرونکو خلگو کي اوستوپروز په (osteoporosis )په نومونو ناروغۍ رامنځ ته کوي.
مهم منابع یې د لمر وړانګې روغني ماهي، دهګۍ ژيړينه (جګر) ….دی .

ايي E ويټامين (E tocopherol) :
ايي ويټامين د بدن د حجرو غشا او د پلازما پروتينو ساتونکي خاصيت لري. دفاع یې کوي ساتي یې يعني انټي اوکسيدانس خاصيت لري او د حجرو ديوالونه له اوکيسديشن چخه ژغوري.

د ايي E ويټامين نشتوالي تر ډيره حده په نوي زیږیدلو ماشومانو کي ډير ليدل کيږي چي په ماشومانو یې د ويني کمښت ( hemolytic anemia )او پړسوپ مهم علايم دي .

مهم منابع یی نباتي غوړي، غنم د لمرگلي دانی پلی او پیسته ……..

د K ويټامين :
د K ويټامين په ينه (جګر) کې د وينې دلخته کيدو مادي د ترشح دپاره ضروري ويټامين دی. د K د ويټامين په نشتوالي کې د وینې دلخته کيدو ماده نه ترشح کيږي. کله چې په وجود کې يو ځای وينه شي د ژر دريدو او لخته کيدو امکان يې لږ وي.

همدارنګه د K ويټامين دهډوکو په وده او نمو کې هم مهم رول لوبوي. همدارنگه د وجود دفاعی سیستم دقوی کیدو لپاره او د زړه د ناروغیو د مخنیوي لپاره مهم دی.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */