روغه سټه ژوند او ژواک

پریشانه کسان تاسو هم پرېشانه کوي

 

پریشاني او یا هم اندېښنه د یو تن نه بل تن ته لېږدیدلی شي.دا خبره یوې طبې څېړنې په ډاګه کړې ده.

د نیدرلینډ د انډیانا پوهنتون په یوه طبي څیړنه کې څرګنده شوې وه چې پریشانۍ او نورې ذهني ناروغۍ د یو تن نه بل کس ته په اسانۍ سره لېږل کیږي.

څېړنه کاږي هغه ډله کسان چې د ورته ستونزې سره یانې د خپګان او یا هم هرې وړې او غټې مسلې ته د اندېښنه کولو ستونزه ولري هغه سره یوځای دوستان او خپلوان يې هم په ورته ستونزه اخته کیږي.

د څېړنې له مخې په ژوند کې د منفي فکرونو لرونکي کسان نه یوازې چې خپله په دغه ناروغۍ اخته وي هغه کسان چې ورسره ناسته پاسته کوي هغوی هم تر ذهني او رواني فیشار لاندې راځي او ورته ستونزو سره مخ کیږي.

د دغه څېړنیزې ډلې مشر ډاکټر جیرالډ بیفل وايي :

” هغه کسان چې له کوچینوالي د خپګان کولو او پریشانې ستونزه له ځان سره ولري د عمر تر ډېره وخته ورسره ملګري وي، چې اوس دا یوه ساري او انتقالیدونکې ناروغۍ ثابته شوې ده.“

څیړونکو ددې څیړنې په ترڅ کې په 206 تنو زده کونکو څېړنه کړې ده، چې د پوهنتون په لومړیو ټولګیو کې له یو بل سره ملګري او یوځای اوسیدل ، ښکاره شوې ده، هغه کسان چې په ذهني ډول د خپکان او پریشانۍ ښکار وو 6 میاشتې ورسته يې نور هغه ملګري چې په کوټه او صنف کې ورسره یوځای وو هم په ورته ناروغۍ اخته شوي دي.

د څېړنې له مخې د د دغه ډول ناروغیو د مخنیوي ښه لار د ځای او د چاپیریال بدلول دي.

روان پوهان وايي، دا په دې معنی نه ده چې تاسو خپل پرېشانه دوستان یوازې پریږدئ، بلکې هغه کسان چې ډیر پريشانه او اندیمښن ژوند کوي، باید یوازې پرې نه ښودل شي، او دوستان یې باید ورسره مرسته وکړي، څو هغوی له اندېښنې او پریشانۍ راووځي.

خو هڅه پکار ده چې په ذهني توګه ترې فاصله وساتئ او داسې نه شي چې د هغه د اندېښنو کمولو پر ځای تاسو هم ورسره د اندېښنو او نهیلیو پر سیند لاهو شئ.

 

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */