ژوند او ژواک

انتقاد کول، موخې او دا چې څنګه یې مدیریت کړو؟

د کامران مشال لیکنه
سلام هیله ده جوړ به وئ. زموږ ټولنه کې زما په شمول د انتقاد په مدیریت کې ستونزې لرو. زه غواړم دلته ددې په اړه خپله تجربه او مطالعه شریکه کړم.

انتقاد یعنی د یوې قضیې په اړه فکر کول چې سم نه دی. متاسفانه زموږ ټولنه کې کله خو ریښتیا د تحقیر له انگیزې رامنځ ته کېږي او کله کله بیا صرف موږ یې په اړه داسې فکر کوو.
زما په شخصي نظر د انتقاد موخې:

سمون: ممکن له انتقاده مو موخه سمون وي یو کس ماته وایي چې ته کار کې لټ یې که زه ریښتیا هم وم نو دلته سمون راولي.
‏۲.رخه : ممکن یو کس مو له پرمختگه وویریږي یا وسوزي مثلا کیدای شي تاسې کرکټ ښه وکړئ خلک درباندې انتقاد وکړي توجه ورته مه کوئ.

‏۳.هدفي انتقاد: دلته یو کس د یو امتیاز اخیستو لپاره انتقاد کوي مثلا کوم مطرح کس په حکومت انتقاد کوي او کومه وظیفه ترلاسه کوي او داسې نور.

انتقاد څه ډول وکړو؟

۱.انتقاد که د نورو په اصلاح پورې مربوط نه وو شخصي یې وکړئ.

‏ ۲.یوازې د اصلاح په صورت کې یا د اصلاح لپاره په نرمو الفاظو په چا انتقاد مه کوئ.

‏‎ ‎‏.۳ انتقاد د وړاندیز په ډول وکړئ.

د انتقاد مدیریت:‏‎

‏۱.انتقاد ته باید سمدستې احساساتي ځواب ونه وایو بلکه اول په انتقاد ځان پوه کړو بیا ځواب ووایو ممکن انتقاد په حقه وي.

۲.ووایئ له دې انتقاده څه زده کولای شم؟ ممکن له انتقاده نوی شی زده کړو. مثلا څوک راته وایي ټایپینگ دې کمزوری دی ممکن تاسې ورته متوجه شئ.

۳.که مناسبه غذا،خوب او ورزش وکړو انتقاد راباندې دومره بده اغیزه نه کوي.

۴.د رغوونکي او تخریبوونکي انتقاد ترمنځ فرق وکړئ رغوونکي نه زده کړه وکړئ سالم انتقاد والا غواړې تاسې لا غوره شئ. او تخریبوونکي ته زیاته توجه مه کوئ .

۵.ووایئ هیڅ انسان پوره نه دی زه هم نه یم دا به هم د انتقاد فشار کم کړې.

۶. د ریښتینو دوستانو انتقاد ته زیاته توجه وکړئ د هغوی درباندې بد نه دي پیرزو.

هیله ده دا ټکي درسره مرسته وکړې. هیله ده تاسې هم راته نظرونه ووایئ.
راتلوونکي کې به د یو بل سره د کینې او حسد کولو په عواملو خبرې وکړو.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */