خواړه روغه سټه ګټه وټه

انار مو د خپل رنګ په شان سره او ښکلي کوي او مناسبه انرژي هم دربخښي

راټولونه: حشمت الله رحمتي

د انارو سور رنګ چې د لیدو سره سم د سړی د خولې نه ورته اوبه روانیږي، یوه ډیره خوندوره میوه ده!

افغانستان د نړۍ پرمخ یو د هغو هیوادونو څخه دی چې د انارو رنګ او خوند یې په ټوله نړۍ کې ساری نه لري!

انار د فیبر اصلي سرچینه ده او په زیاته اندازه ویټامینونه لري لکه ویټامین ای، ویټامین سي، ویټامین اي، اوسپنه او انتي اکسیدان.

انار د لاندې ناروغیو لپاره یو ډاډمند درمل کیدای شي؛

د زړه ناروغي، لوړ فشار، التهاب، ځينې سرطانونه، د ملاریا ډیره مروجه ناروغي او داسې نورې.

د انارو اوبه د پروستات د سرطان څخه مخنیوی کوي، په ۲۰۰۶ کال کې په یوه عمومي سروی کې دا په اثباط ورسیده چې هغه کسان چې د پروستات سرطان سره لاس او ګریوان دي د ورځې یو ګیلاس د انارو اوبو د څښلو پواسطه ددغې ناروغۍ ښه درمنه کیدای شي.

ددغې سروې ترسره کوونکي وايي چې دغه سروې یې په ډیره موثره او ښه توګه سرته رسولې، خو ددې ترڅنګ باید نورې ډیرې سروې هم وشي ترڅو په پرستات اخته کسانو ته د درملنې یوه ښه او کم مصرفه لاره په ګوته شي.

انار د شریانون د بندیدو مخنیوی کوي

په ۲۰۰۴ کال کې د هغو کسانو په هکله یوه سروې وشوه چې د زړه د ستړي کیدو سره مخامخ ول او د سروې په جریان کې دا په ډاګه شوه چې ددوی د زړه ستړیا لامل د شریانو کې د وینې د جریان سستوالی دی، او ددغو ناروغانو شریانونه بند شوي ول، په نتیجه کې دغې سروې د درملنې لپاره داسې لارښونې وکړې چې دغه ناروغان باید د ورځې یوه ګیلاس د انارو اوبه وڅښي، ځکه د ورځې یوه ګیلاس د انارو اوبه کولی شي چې د تیرو دریو کلنو رسوب شوي کلسټرول لمنځه یوسي، او د اضافي کلسټرول اندازه کنټرول کړي.

انار د هډوکو د قوي کیدو لامل ګرځي

په ۲۰۱۳ کال کې یوه سروې ترسره شوې چې د سروې هدف دا وه څو دا معلومه کړي چې انار څومره کولی شي چې د یو عادی انسان هډوکي ته قوت وروبښي. څیړنو په اثباط رسولې چې انار نه پریږدي چې ستاسې هډوکي وراسته شي او یا هم کمزوري شي، ددې ترڅنګ انار مو د زړه د ځوان ساتلو کې هم ډیر موثر رول لري.

انار په خپل ترکیب کې که څه هم غوړ او کالوري نلري، مګر په ډیره اندازه پوتاشیم او ویټامین سي لري.

په انارو کې انتي اکسیدان شتون لري کوم چې د وینې د کلسترول پر وړاندې ښه مبارزه کوي. د انتي اکسیدان دنده دا ده چې په بدن کې اضافي کلسټرول لمنځه وړي، د ازادو راډیکلونو پروړاندې ښه مبارزه کوي، همدارنګه نه پریږدي چې وینه لخته شي، د ویني د لخته کیدو ضرر دا دی چې لخته شوئ وینه د رګونو له لارې په ښه ډول زړه ته نه ځي.

د انارو یوه ډیره بهترینه ګټا دا ده چې په بدن کې لمنځه تللي یا هم تخریب شوي سولولونه د سره رغوي.

همدارنګه که په کلیوالي اصطلاح کې و وایو انار د اسهال مخنیوی کوي، وزن کموي، او په مجموع کې د خوړلو څخه انسان ډیره مزه او انرژي اخلي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

حشمت الله رحمتي