کلتور او هنر

جیګي چن او امیتابهـ چن به د بالیوډ په یو فلم کې راښکاره شي

د هالیوډ مشهور اکشن فلمي ستوری جیګي چن به د هندۍ سینما د ښاغلي او قدرمن اداکار امیتابهـ بچن سره به په یوه فلم کې کار وکړي.

ویل کیږي چې جیګي چن به د بالیوډ د دغه محترم ستوري امیتابهـ سره د(انکهین) فلم په راتلوونکي برخه کې راښکاره شي.

په هالیوډ کې د خپل ښه رول اداکولو مشهور جیګي چن چې په ډیري اکشن او مزاحیه فلمونو کې یې کار کړی او ښه کامیاب فلمونه هم لري، ټاکل شوې په بالیوډ فلمونو کې هم راښکاره شي.

په لومړیو کې داسې رپوټونه ورکول شوي ول چې جیګي چن به د هندي سینما له نامتو لوبغاړي او خپل نژدې ملګري عامر خان سره په یوه فلم کې راښکاره شي، خو اوس تازه خپاره شوې رپوټونه وایي چې جیګي چن به د امیتابهـ بچن سره په یوه فلم (انکهین) په راتلوونکې برخه کې راښکاره شي.

د هندۍ رسنیو د رپوټونو په اساس اوس مهال د امیتابهـ د کامیاب فلم (انکهین) د راتلوونکي برخې د جوړولو لپاره چمتووالی روان دی.

د همدې فلم د چمتووالي په جریان کې تېره میاشت د (ایم ایس ډهوني) فلم کې د کامیاب رول اداکار سوشانت سنګهـ راجپوت سره او د فلم (سونو کی ټیټو کې سویټي) فلم کې لوبیدونکی فلم ستوری کارتک اریان چې د ډېرو مینوالو نظر یې ځانته اړولی دواړه سره خبرې اخرې پایلې ته رسیدلي چې اوس تازه رپوټونه وايي د دغه فلمي لوبغاړو سربېره به په همدغه فلم کې د امیتابهـ چن سره د هالیوډ مشهور ستوری جیګي چن هم کې برخه واخلي.

د امیتابهـ د ( انکهین ) فلم راتلوونکې برخه به د انیس بزمي په لارښوونه جوړ شي.

اټکل داسې دی چې د دغه فلم د شوټینګ چارې به د راتلوونکي ۲۰۱۹ کال څخه پیل شي او فلم به بیا د ۲۰۲۰ میلادي کال په جنوري کې د سینما پر پردو روښانه شي.

د یادولو ده چې (انکهین) فلم په ۲۰۰۲م کال کې ریلیز شوی و، چې په کې د امیتابهـ چن سربېره اکشي کمار، ارجن رامپال، پریش راول او سشمیتا سین مرکزي رول لوبولی و.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی