کلتور او هنر

امیتابچن د ناروغۍ پر بیستر پروت دی؛ عامر خان سره یې د فلم چارې ځنډیدلي

لیکنه: ابوبکر علیزی

د عامر خان سره په یوه فلم کې د بالیوډ د مشهور اداکار امیتا بچن کار کول ته زړه ښه کړی، خو د فلم د شوټینګ په دوران کې نوموړی د ناروغۍ پر بستر غځیدلی.

دا فلم (ټګز اف هندوستان) نومیږي.

عامر خان او امتیابچن د لومړي ځل لپاره سره په (ټګز اف هندوستان) فلم کې سره جوړه کار کوي، د دغه فلم د ثبت چارې نن سبا د هندوستان په جودهپور ښار کې جریان لري.

د دغه فلم د شوټنګ پر مهال د ساعتونو ساعتونو لپاره امیتابچن ته درانده کالي وراغوستل شوي ول چې له امله يې د نوموړي په سر، ملا او غاړه کې دردونه پیدا شوي چې سړی يې ان تر روغتونه رسولی دی.

دا هغه کالي دي چې نوموړی يې باید په فلم کې د ځينو فلمي صحنو د ثبتولو له پاره واغوندي. بچن ته اوس هغه پخوانۍ ځواني نه ده ورپاتې چې ان پر تن دې هم د درانه وزن لرونکو جامو ګرځولو توان ولري.

د امتابچن د صحت لپاره له ممبيي څخه د ډاکټرانو یو ټيم غوښتل شوی او له معاینه کولو وروسته یې نوموړي ته د دوه ورځو لپاره د ارام مشوره ورکړې.

ډاکټر د نوموړي د ناروغۍ علت د درانده وزن لرونکو جامو اغوستل یاد کړي او د دغه کالیو له اغوستلو چې باید د فلم د شوټينګ پر مهال یې واغوندي منع کړی.

هندۍ رسنۍ وایي چې امتیاب به د یوې ورځې استراحت وروسته بیا هم د فلم د ټیم برخه اوسي، خو هغه پروډکشن چې د دغه فلم د ډکولو مسؤلیت لري، وایي تر اوسه یې پرېکړه نه ده کړې.

یاده دې وې، چې په دې فلم کې به د عامر او امیتابچن تر څنګ کټرینه کیف او فاطمه ثناء شیخ هم مرکزي رول ولري.

ټاکل شوې دغه فلم د روان کال د هندیانو د ځانګړو مراسمو دیوالي پر مهال د سینما پر پرده روښانه شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی