کلتور او هنر

امیتابهـ بچن: که سلمان خان زما خپرونه چلوي، هرکلی یې کوم !

هندۍ سینما نوموتې فلمي ستوری امیتابهـ بچن وایي، هېڅ اعتراض به ونه لري که یې پر ځای د بالیوډ اوسنی پاچا دبنګ خان یا سلمان خان د ده خپرونه (کون بني ګا کروړ پتي) وچلوي.

نوموړي دا خبرې په داسې مهال کړي چې څه موده وړاندې سلمان خان په یوه خپرونه کې هېله وښوده چې د (کون بني ګا کروړ پتي) پروګرام کوربتوب وکړي.

دغه ټلویزیوني پروګرام (کون بني ګا کروړ پتي) خپرونه د سوال ځواب یوه خپرونه ده چې پکې د سوالونو د ځوابولو په بدل کې پیسې ورکول کیږي او چلوونکي یې د هندي سینما ستوری امیتابهـ بچن و.

څه وخت وړاندې سلمان خان په خپل ټلویزیوني پروګرام یا شو (دس کا دم) کې هېله وښوده چې د هندي ټلویزیون ښایسته ترینې خپروني (کون بني ګا کروړ پتي) په څوکۍ کیني او کوربتوب یې وکړي.

تیره ورځ چې امیتابهـ بچن د سلمان خان د دې هېلې څخه خبر شو، نو ویې ویل چې د دغه پروګرام کې د سلمان خان په کوربتوب باندې هيڅ اعتراض نه لري او ورته ښه راغلاست وايي.

دا په داسې مهال ده چې سلمان خان څه موده وړاندې د خپل مشهور ټلویزیوني پروګرام بیګ باس (Big Boss) د ۱۲ پړاوو د پیل خبر هم ورکړی او ویلي و چې دا ځل به د بېلا بېلا جوړو سره په دغه پروګرام کې وي، نو یې مه هېروئ.

کون بني ګا ګروړ پتي پروګرام د سوال ځواب پروګرام دی او د تېرو اتو پړاوونو څخه امیتابهـ بچن د دغه شو کوربتوب کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی