ساینس او ټیکنالوژي

امریکا (بلیک فلایی) په نوم الوتونکی موټر جوړ کړی

لیکنه: ياران

لیکنه: قسیم هلال

د موټرو یوې امریکایي کمپنۍ الوتونکی موټر اختراع کړی چې په یو ځل چارج کیدو سره د ۶۲ میله په ساعت مزل کولو سره تر ۲۵ میله فاصله وهي.

د صباح نیوز د معلوماتو په اساس دغه موټر د (سټارټ اپ) کمپنۍ له لوري جوړ شوی چې بلیک فلایي نوم یې ورکړی، دا موټر په بريښنا سره د تلو قابلیت لري او د اوس لپاره دغه موټر یواځې د یو کس وړلو قابلیت لري.

د دغه موټر چلوونکي به ډیرې زده کړې ته ضرورت ونلري، کمپنۍ ورته لنډ ټرننګ ورکوي او چلوونکی دې ته اماده کوي چې موټر دې په اسانۍ سره وچلوي.

ویډیو؛

داسې ویل کیږي چې دغه موټر به ډیره لوړه بیه ونلري او ډیری کسان به یې هم د اخیستلو توان ولري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران