افغانستان عمومي

امریکايي سمندري سرتیري بیا هیلمند ته ځي

افغانستان د امریکا د دفاع وزارت د هغې پریکړې هرکلی کړی چې د هلمند ولایت ته ۳۰۰ سمندري سرتیري استوي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال محمد رادمنش رسنیو ته ویلي” دا مهمه پریکړه ده چې ورسره به هلمند کې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې د افغان ځواکونو ظرفیت زیات شي. “

په هلمند کې د افغان ملي اردو ویاند رسول ځاځي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي” هیله لرو چې امریکايي سرتیري به زموږ سره د هوايي ملاتړ برخه کې مرسته وکړي، ځکه په هلمند کې موږ پوره هوايي ځواک نه لرو.

د امریکا پوځ د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت په ترڅ کې ۳۰۰ سمندري سرتیري د هلمند ناکراره ولایت ته استوي.

د سرتیرو دا ډله به په هلمند کې د پولیسو او ملي اردو قومندانانو ته روزنه او سلا مشوره ورکوي.

هلمند یو له ناکراره ولایتونو څخه دي چې په ۲۰۱۶ م کال کې د وسلوالو طالبانو او افغان حکومتي ځواکونو ترمنځ د سختو جکړو شاهد و.

دغلته په تیر کال وسلوالو طالبانو په ځینو سیمو کې پرمختګونه هم وکړل او دا مهال ددې ولایت پر یوه لویه برخه واکمن دي.

امریکايي او افغان پوځي قومندانان وايي، دا امریکايي سرتیري به په هلمند کې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره مرسته وکړي چې طالبان له نیول شویو سیمو په شا کړې او د حکومت تر ولکې لاندې سیمه پراخه کړې.

د امریکا متحده ایالات دا مهال په افغانستان کې نژدې لس زره سرتیري لري چې د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت یوه لویه برخه جوړوي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */